-
په افغانستان کې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه بېبنسټه دي
Aug 17, 2025 02:39د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون تورونه رد کړل او ټینګار ئې وکړ چې د طالبانو حکومت د دوحې د تړون له مخې خپلو وعدو ته ژمن دی او افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
-
په کشمیر کې د فلسطین له خلکو سره بیا پیوستون اعلان شو
Aug 17, 2025 02:06پارس تودي - د هند په شمال کې د کشمیر په غرني ښار کارګیل کې زرګونو خلک سړکونو ته ووتل او د غزې تړانګې له مظلومو فلسطینیانو سره ئې خپل پیوستون اعلان کړ.
-
که امریکا اوصهیونیستټان بیاکومه تیروتنه وکړي،لاسخت ځواب به وویني
Aug 17, 2025 01:47پارس تودي - د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ د شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ، د ازادو او پتمنو بندیانو د بېرته ستنېدود کلیزې د لمانځلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې یو ځل بیا جنایتکارې امریکا او وحشي صهیونیستي رژیم ته جدي خبرداری ورکوي چې که بیا کوم شیطاني عمل تکرار کړي، نو د تير وخت په پرتله به له سختو او پریکنده اقداماتو سره مخ شي.
-
د ایران ملت او حکومت د پاکستان له ولس سره غمرازي کوي
Aug 17, 2025 01:37د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان په خیبر پختونخواه کې د ویجاړوونکي سېل په پېښې د قربانیانو له کورنیو او د پاکستان له ولس سره د خواخوږئ په خاطر ددغه هیواد لومړي وزیر ته د تسلیت پیغام واستوؤ.
-
د حسینی اربعین په ولولناکو دستوروکې له ۲۱ میلیونو زیاتو زیارتوالو ګډون وکړ
Aug 17, 2025 01:29په کربلا کې د عباسي مقدس آستان مسئولانو په یوې اعلاميې کې ووئيل، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حسینی اربعین په ولولناکو دستورو کې ۲۱ میلیون او یو لک درې زره او ۵۲۴ زیارتوالو ګډون وکړ.
-
د ټرمپ او پوتین جنجالي لیده کاته ؛پایله به ئې څه وه؟
Aug 16, 2025 10:46پارستودي – بالاخره له اوږد انتظار او اټکلونو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې په اړه د جمعې په ورځ، یعني د اګست په ۱۵ ، د امریکا په الاسکا کې سره ولیدل.
-
د حسینی اربعین له زیارتوالو د اهل سنت خدمت کول،د یووالی او یوزړتوب بیلګه
Aug 16, 2025 10:11پارس ټو ډې ؛د ایران د کردستان سیمې د خلکو په تیره بیا د اهل سنتو له خوا د حسینی زیارتوالو میلمه پالنه او د زیارتوالو خدمت کول د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او همدلۍ ښکاره بېلګه ده. هغه وویل، اوس د ټولنې اسلامي یووالي ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده او چارواکي باید د دې ارزښتناکې شتمنۍ ساتنه وکړي.
-
پاکستان د "لوی اسراییل" توهم او د فلسطینیانو بې ځایه کول وغندل
Aug 16, 2025 03:51د پاکستان حکومت د "لوی اسراییل" وهم او د غزې له تړانګې د فلسطینیانو د بې ځایه کیدو په اړه د جعلي صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر څرګندونې غندلي دي.
-
په پاکستان کې د سیلابونو او ځمکی ښویدنې له امله ۶۱ کسان مړه شوي دي
Aug 16, 2025 03:49د پاکستان له ختیځ تر شمال لویدیځ پورې په مختلفو سیمو کې سیلابونه، د سیندونو څپې او ځمکې ښویدنې لیدل شوي، چې لږترلږه ۶۱ کسان پکې وژل شوي دي. سلګونه خلک بې کوره او ټپیان شوي هم دي.
-
له صهیونیستي رژیم سره سازباز کونکي خپلوځانونو ته ستر تاوان رسوي
Aug 15, 2025 10:31د عمان مفتي وویل، د دښمن ملاتړي باید دا درک کړي چې د دوي لپاره د خلاصون بله لار نشته پرته له دې چې د حق لوري ته وګرځي، په ایماني او کلامي وحدت سره یوځای شي او د هغه حق ملاتړ وکړي چې یوازې پرېښودل شوی دی.