د رڼا سرچینې (۱۵۴) قدرت ته د شتمنو تمه
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i168840-د_رڼا_سرچینې_(۱۵۴)_قدرت_ته_د_شتمنو_تمه
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۵۴م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د احقاف سورت د ۱۱م  او ۱۲م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.
(last modified 2025-12-25T09:31:26+00:00 )
Dec 25, 2025 13:56 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۱۵۴) قدرت ته د شتمنو تمه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۵۴م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د احقاف سورت د ۱۱م  او ۱۲م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.

د اسلام ژغورونکی دین، له ټولو فشارونو او خنډونو سره چې مشرکانو رامنځته کول، د خلکو د بېلابېلو ډلو له خوا، په ځانګړي ډول د ټولنې د کمزورو کسانو له لوري، په چټکۍ سره منل کېدلو. «ابوذر غفاري» (Abu Dharr Al-Ghifari) د لومړنیو مسلمانانو له ډلې او د اسلام منونکو له مخکښانو څخه وو. هغه د اسلام د تبلیغ او د خلکو د هدایت لپاره بېلابېلې لارې چارې غوره کړې. نوموړي د «بني غفار» قبیله د «سوله‌ییزې بلنې» له لارې اسلام ته راوبلله. ابوذر ورو ورو وتوانېد د رښتینولۍ، زهد او تدبیر په مټ، په خپله قبیله کې یو مناسب مقام تر لاسه کړي او د خپلې قبیلې خلک له اسلام سره بلد کړي، تر دې چې شاوخوا نیمایي یې یو په بل پسې مسلمانان شول.

په یوه سرچینه کې راغلي دي: «د بني غفار له قبیلې څخه ځینې کسانو د ابوذر غفاري په لاس ایمان راوړ. پاتې کسانو وویل: کله چې پېغمبر مدینې ته هجرت وکړي، موږ به مسلمان شو. کله چې پېغمبر مدینې ته داخل شو، هغوی هم اسلام ومانه». ځینې په دې باور دي چې ابوذر د غفار له قبیلې سربېره، د اسلم له قبیلې څخه هم یو شمېر کسان مسلمان کړل؛ لکه څنګه چې د دویمې هجري پېړۍ تاریخپوه او سیرت لیکونکی «ابن سعد» (ibn Sa‘d) په خپل مشهور کتاب «طبقات الکبری» (Kitāb aṭ-Tabaqāt al-Kabīr) کې لیکي: «کله چې د بني غفار وروستۍ ډله هم مسلمانه شوه، د اسلم قبیله د رسول اکرم صلی الله علیه وآله حضور ته راغله او ویې ویل: موږ هم د خپلو غفاري وروڼو په څېر مسلمانېږو. پېغمبر اکرم وفرمایل: الله دې د غفار قبیله وبښي او د اسلم قبیله دې سالمه وساتي.» 

«بلال بن رباح» (Bilāl ibn Rabāḥ) د مخکښو مسلمانانو او د پېغمبر ﷺ له وفادارو اصحابو څخه وو. د هغه اصل او نسب د «حبشې» په نوم له یوه افریقایي هېواد څخه وو. د هغه پلار او مور کلونه وړاندې د حجاز سیمې ته استول شوي وو او د قریشو په قبیلو کې به یې د غلامۍ او خدمت کار کاوه. د بلال د ماشومتوب او ځوانۍ کلونه له سختیو ډک وو. هغه له نږدې د قریشیانو اخلاقي فساد، زور زیاتی او مشرکانه افکار لیدل او له همدې امله به یې کړاو ګاله، خو صبر یې کاوه او د رڼا د یوې کړکۍ د پرانیستل کېدو په هیله یې شېبې شمېرلې.

بلال حبشي

کله چې حضرت محمد ﷺ د رسالت لپاره مبعوث شو، د رڼا هماغه کړکۍ بلال ته پرانیستل شوه. هغه آیتونه چې لږ او ډېر به د خدای د رسول ﷺ له خولې اورېدل، د ده زړه به یې ځان ته راکاږه. یوه شپه، په مناسب فرصت کې، هغه د پېغمبر حضور ته ولاړ او د ایمان له شوقه د اوښکو په ډکو سترګو مسلمان شو.

په پیل کې، بلال خپل اسلام له خپلو مشرکو بادارانو څخه پټ ساته او د شپې به په پټه له پېغمبر سره لیده کاته کول. خو د آنحضرت حضور ته د هغه پرله‌پسې تګ راتګ او هغه سپکاوی چې یو ځل یې په مسجدالحرام کې له یوه بت سره وکړ، د هغه د بادار «امیه بن خلف» تر غوږونو ورسېد.

امیه چې د مسلمانانو له سختو دښمنانو څخه وو او باور یې نه کېده چې غلام یې بلال اسلام ته ور اوښتی وي، ډېر په قهر شو. له بلال سره د امیه چلند ډېر سخت شو او هره ورځ به یې هغه تر لمر لاندې شکنجه کاوه. د هغه له ځورونو څخه یوه دا وه چې د غرمې په سخت ګرم وخت کې به یې بلال د مکې شاوخوا ډبرینو ډاګونو ته بیوه، یوه لويه ډبره به یې د هغه پر سینه کېښوده او ورته به یې ویل: یا به د محمد په خدای کافر کېږې او یا به په همدې حال مړ کېږې. خو بلال به د « اَحَد، اَحَد» په ویلو سره د هغه غوښتنه ردوله. بلال بن رباح هغه غلام وو چې په خپل دین ټینګ ولاړ وو او له توحیدي عقیدې او د پېغمبر ﷺ پر نبوت له ایمانه یې لاس نه اخیست.

اسلام د بېوزلو، صحرا مېشتو او نادارو قشرونو له خوا په چټکۍ سره ومنل شو؛ ځکه چې نه یې داسې نامشروع ګټې لرلې چې له خطر سره مخ شي، نه یې ذهنونه د غرور له باد څخه ډک وو، او نه یې زړونه د شتمنو عیاشو او هوسبازو له زړونو څخه ناپاک وو. مغرورو مستکبرانو، د دې ډلو له لورې همدې تود او پرشوره هرکلي ته چې د دې الهي دین له سترو امتیازونو څخه ګڼل کېده، د یوې لویې کمزورۍ په سترګه کتل او ویل به یې: دا څه ډول دین دی چې پیروان یې یو شمېر بېوزله صحرا مېشتې، ناداران، کنیزان او غلامان دي؟ که اسلام یو رښتینی او عقلاني مکتب وای، نو هېڅکله به د ټولنې ټیټ قشرونه ترې هرکلی نه کاوه، او موږ چې د ټولنې لوړپوړي او د خلکو د سترګو رڼا یو، باید ترې پاتې شوي نه وای.

په همدې منځ کې، د مسلمانانو له ډلې یوه رومي کنیزه چې «ذی‌النیره» نومېده، د پېغمبر بلنه ومنله. د قریشو مشرانو چې د هغې اسلام راوړل ولیدل، ویې ویل: که هغه څه چې محمد راوړي ښه وای، نو د «ذی‌النیره» او د هغې په څېر بې ارزښته کسان به تر موږ مخکې پرې ایمان نه راوړلو.

دا ډول ناسم فکر کول، نن سبا هم د مغرورو شتمنو او هوسبازو مرفه کسانو تر منځ له تر ټولو عامو افکارو څخه دي. هغوی وایي: مذهب د بېوزلو او لوڅو پښو خلکو لپاره دی، او موږ له هغوی څخه په لوړه کچه کې یو. دوی غافله دي له دې چې که د کبر او غرور پَرْدِې د هغوی زړونه نه وای پټ کړي، که د مال، مقام او شهوت په فریب کې نه وای ډوب، او که ځان‌غوره ګڼلو او ځان‌محوري هغوی ته د حق د موندلو د څېړنې اجازه ورکړې وای، نو هغوی به هم په چټکۍ سره اسلام ته جذب کېدل.

په همدې ځای کې، د «احقاف» سورت ۱۱ او ۱۲ آیتونه نازل شول او د مشرکانو ناپوهي یې بیان کړه:

وَ قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لِلَّذِینَ آمَنُوا لَوْ کانَ خَیْراً ما سَبَقُونا إِلَیْهِ وَ إِذْ لَمْ یَهْتَدُوا بِهِ فَسَیَقُولُونَ هذا إِفْکٌ قَدِیمٌ / وَ مِنْ قَبْلِهِ کِتابُ مُوسى إِماماً وَ رَحْمَةً وَ هذا کِتابٌ مُصَدِّقٌ لِساناً عَرَبِیًّا لِیُنْذِرَ الَّذِینَ ظَلَمُوا وَ بُشْرى لِلْمُحْسِنِینَ:

کافرانو د مؤمنانو په اړه داسې وویل: «که (اسلام) کوم ښه شی وای، نو هغوی به هېڅکله (د هغه په منلو کې) تر موږ مخکې نه وو!» او ځکه چې پخپله پرې هدایت نه شول، وایي: «دا یو پخوانی دروغ دی!» / او تر دې مخکې، د موسی کتاب چې لارښود او رحمت وو ( د هغه نښې یې بیان کړي دي)، او دا کتاب (قرآن) د تورات له نښو سره همغږی دی په داسې حال کې چې په عربي ژبه، روښانه او فصیح دی، څو ظالمان ووېروي او نیکوکارانو ته زېری وي.

دا آیتونه همدارنګه د کافرانو کړنې، ویناوې او انحرافونه څېړي او غندي. لومړی د هغوی هغه متکبرانه او له منطقه لرې خبره یادوي چې د مؤمنانو په اړه یې کوله: دا خو یو څو بېوزله، بې‌ارزښته، کلیوال، غلامان او لږ پوه خلک دي! څنګه کېدای شي دوی حق درک کړي او موږ ترې ناخبره او غافله پاتې شو؟ په داسې حال کې چې عیب په دوی کې وو، نه په اسلام کې.

که د کبر او غرور پَرْدِې د دوی پر زړونو نه وای غوړېدلې، که د مال، مقام او شهوت په نشه کې نه وو، که ځان‌غوره ګڼلو او ځان‌محوري هغوی ته د حق د پلټنې اجازه ورکړې وای، او که د پاک زړو نادارو په څېر حق‌لټوونکي وای، نو هغوی به هم ژر اسلام ته جذب شوي وای. له همدې امله، د آیت په پای کې په یوه لطیف تعبیر ورته ځواب ورکول کېږي: ځکه چې دوی پخپله د قرآن له لارې هدایت ونه مانه، ژر به ووایي: دا یو پخوانی دروغ دی! یعنې دوی نه غوښتل چې د قرآن په وسیله هدایت شي، نه دا چې د قرآن په هدایت کې کومه نېمګړتیا وه.

ژباړه: زماني