پاکستان کښې د طالبانو سفیر د اسلام اباد بریدونه غندلي
زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د طالبانو پخوانی سفیر «ملا عبدالسلام ضعیف» پر خپله اېکسپاڼه د پاکستاني هوايي ځواکونو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي، چې دا عمل د اسلام، ګاونډیتوب او نړۍوالو اصولو ښکاره سرغړونه او جنایت دی.
هغه زیاته کړې، چې پاکستان د خپلو ناکامیو او کورنیو ستونزو د جبران لپاره بېګناه ملکي وګړي په نښه کوي او هر ځل د خپلو ادعاوو خلاف عمل کوي.
ضعیف دا بریدونه د بېاساسه ادعاوو یوه بېلګه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې نړیواله ټولنه باید د بېګناه خلکو د وژنې پروړاندې غبرګون وښيي.
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړه، چې بیګا شپه یې په افغانستان کې د ترهګرو پر ۷ پټنځایونو هوایې بریدونه کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د شنبې په شپه ناوخته د یوې اعلامیه په خپرولو سره وویل، چې د یاد هېواد هوايي ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د «ترهګرو» پر ۷ پټنځایونو هوايي بمبارۍ کړې دي.
پاکستان ویلي، چې یاد بریدونه یې د تحریک طالبان پاکستان ډلې یعني ټيټيپي او داعش پر پټنځاینو کړې دي.