روان کال به هرات کې د ټاپي پروژې لومړنۍ چارې بشپړې شي
Feb 23, 2026 15:17 Asia/Kabul
د ترکمنستان مخکني ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف ویلي چې د ټاپي د ګازو پایپ لاین پروژې لومړنۍ چارې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه په هرات ولایت کې بشپړ شي.
نوموړي له یوې عربي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې دا پروژه باید د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د اوږدې مودې راهیسې روانې شخړې له منځه یوسي.
د یادونې وړ ده چې ټاپي پروژه د طبیعي ګازو د انتقال یوه با ارزښته پروژه ده چې له لارې یې له ترکمنستانه افغانستان، بیا پاکستان او هند ته ګاز لېږدول کیږي.
ټاپي پروژه له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال نللیکه ده چې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېریږي.
ټیګونه