په افغانستان حملې د پاکستان ځانګړې پوځي کړۍ کړي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طابانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې هوايي بریدونه د پاکستان د یوې ځانګړې پوځي کړۍ لهخوا ترسره شوي دي.
نوموړي ویلي: «د پاکستان یوې ځانګړې نظامي کړۍ یو ځل بیا پر افغان خاوره تېری وکړ او تېره شپه یې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې زموږ ملکي هېوادوال بمبار کړل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان کړل».
نوموړي د پاکستان د یادو هوايي بریدونو له امله د اوښتې مرګژوبلې په تړاو کره شمېرې نه دي په ډاګه کړي.
ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د پاکستان پوځ په خپل هېواد کې امنیتي کمزورتیاوې په همداسې جنایاتو جبرانوي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې په اسلاماباد او خېبرپښتونخوا کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو د غچ اخیستني په موخه یې په افغانستان کې پر ۷ هدفونو بریدونه کړي دي.