-
ایران د کورنیو وسلو او نوې ټیکنالوژۍ په مرسته د دفاعي ځواک په لاره کې
Aug 22, 2025 08:28پارستودي - د ایران اسلامي جمهوریت د دفاع وزارت د اګست ۳۱، د دفاعي صنعت د ورځې په مناسبت یوه اعلامیه صادره کړه.
-
طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د امنیت شورا ادعا رد کړه
Aug 22, 2025 02:06د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنې رد کړې. هغه وویل، په اوس وخت کې هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کې نشته.
-
د افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
Aug 21, 2025 01:54د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال، اسحاق ډار سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سترو پروژو تر څنګ د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.
-
په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخېزه ناسته ترسره شوه
Aug 21, 2025 01:44د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ شپږمه ناسته ترسره شوه.
-
د پاکستان د بلوڅ بېلتون غوښتونکو له وسله وال کولو څخه د صهيونيسټي رژيم موخه څه ده؟
Aug 20, 2025 13:35پارس ټوډې - د «کردل» (Cradle) تحليلي ویب پاڼې په يوه راپور کې، د پاکستان په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله وال کولو لپاره د صهيونيسټي رژيم له پلان څخه خبر ورکړ.
-
په سیمې کې سوله د ایران لپاره یو سټراټیژیک لومړیتوب دی
Aug 20, 2025 02:16د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ولسمشر مسعود پزشکیاند ارمنستان له لومړي وزیر سره په ګډ خبری کنفرانس کې وویل چې د ایران لپاره په قفقاز کې سوله یو سټراټیژیک لومړیتوب دی او مونږ د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ د سولې خبرو ملاتړ کوو. هغه زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت تل په دې ټینګار کړی چې په قفقاز سیمې کې د نړیوالو پولو بدلون نه مني او باور لري چې دا سیمه باید د جیو-پولیټیکي سیالیو ډګر ونه ګرځي.
-
تهران او اسلاماباد د کرهڼې په برخې کې دملګرتیاؤ د زیاتولو لپاره هوکړه وکړه
Aug 20, 2025 02:11په ایران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو وویل چې د پاکستان د کرهڼې او خوراکي امنیت د چارو وزیر رانا تنویر حسین او د بېلابېلو برخو اړونده چارواکو په مشرۍ پاکستانی پلاوي د ایران د کرهڼې د چارو له وزیر غلامرضا نوري قزلجه او نورو اړوندو چارواکو سره پراخې خبرې اترې وکړې.
-
اوسنی افغانستان په بشپړه توګه اسلامی ،خپلواک او آزاد دی
Aug 20, 2025 01:58فصیحالدین فطرت پرون د انګلستان له سلطې څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې په مراسمو کې ووئيل؛ دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې افغانستان په بشپړه توګه ازاد او خپلواک دی.
-
اسلاماباد د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سټراټیژیکو خبرو د شپږم پړاو کوربه دی
Aug 20, 2025 01:48د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږم پړاو ستراتیژیکې خبرې به د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۱ په اسلاماباد کې ترسره شي.
-
د فلسطینیانو په وژلو او شکنجه کولو کې د صهیونیسټي رژیم پوهنتونونه غوره رول لري
Aug 20, 2025 01:34د کالیفورنیا پوهنتون څیړونکې او د اسرائیلو یهودي تابعیت لرونکې مایا ویند،، په خپل کتاب کې، چې یو مهم سند بلل کیږي، د اسرائیلو پوهنتونونو او د وژنې سیستمونو ترمینځ مستقیمه اړیکه ایشوا کړې ده. هغې د رسمي آرشیفونو او اسنادو ته لاسرسی موندلی او د فلسطیني او یهودي محصلینو او استادانو سره ئې مرکې کړي دي، چې ښئي څنګه د اسرائیلو پوهنتونونه د سلطې لابراتوارونو باندې بدل شوي دي.