اوسنی افغانستان په بشپړه توګه اسلامی ،خپلواک او آزاد دی
فصیحالدین فطرت پرون د انګلستان له سلطې څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې په مراسمو کې ووئيل؛ دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې افغانستان په بشپړه توګه ازاد او خپلواک دی.
ایرنا خبری اژانس راپو ر ورکړی، د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د پوځ لوي درستیز دغه هېواد د انګلستان له سلطې څخه د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې ټینګار وکړ چې افغانستان په بشپړه توګه ازاد او خپلواک دی.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، فصیحالدین فطرت پرون د انګلستان له سلطې څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې په مراسمو کې ووئيل؛ دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې افغانستان په بشپړه توګه ازاد او خپلواک دی.
هغه زیاته کړه: دا ورځ د څلورم کال لپاره په پرلهپسې توګه په داسې حال کې لمانځل کېږي چې افغانستان په ریښتیني ډول ازاد او خپلواک شوی دی.
د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د پوځ لوي درستیز په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان وګړي هیڅکله د هیڅ هېواد ظلم او استعمار نه دی منلی او نه به ئې ومني. هر څوک چې زمونږ د خلکو ازادۍ ته زیان ورسوي، د افغانستان اتل ملت به په زړورتیا سره د هغوی په وړاندې ودریږي.
د افغانستان خپلواکي د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۱۹ له انګریزانو ترلاسه شوې ده . افغانستان په خپل تاریخ کې د بېلابېلو بهرنیو قدرتونو، لکه د انګلستان امپراتورۍ او د روسيې د تزاري رژیم تر اغېز لاندې و. په هغه وخت کې چې انګلستان د سیمې یو لوی استعماري قدرت و، افغانستان د انګلستان او روسيې ترمینځ په جګړو او سیالیو کې ګیر و.
دا ورځ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په نوم یادیږي، ځکه چې په دې ورځ، د افغانستان امیر امانا....خان، چې هغه مهال د افغانستان مشر و، د انګلستان پر وړاندې له کلونو مبارزې وروسته د خپل هېواد خپلواکي ترلاسه کړه. امانا....خان د یو لړ خبرو اترو او تړونونو په پایلې کې وتوانېد چې په ۱۹۱۹ کال کې د ډوراند» تړون لاسلیک کړي، چې له مخې ئې لندن نور په افغانستان کې په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوله او افغانستان په رسمي توګه د یوه خپلواک هېواد په توګه وپېژندل شو.
له دې مخکې، افغانستان د بریتانیا واک لاندې» نظام تر اغېز لاندې و، چې پدې معنی وه،د افغانستان بهرنۍ پالیسۍ د لندن تر څارنې لاندې وې او په ډېرو مهمو داخلي او بهرنیو مسایلو کې، اصلي پرېکړې د انګلستان له خوا کېدلې. د ۱۹۱۹ کال خپلواکۍ په پایله کې، افغانستان وتوانېد چې د لومړی ځل لپاره خپلې خپلواکې بهرنۍ پالیسۍ جوړې کړي او په بشپړه توګه د لندن له نفوذه خلاص شي.
امانا.... خان د دغې خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته، د هېواد د مدرن کولو او د خلکو لپاره د لا زیاتو ازادیو د ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې او کوشش ئې وکړ چې د کابل اړیکې له مسکو او هغه وخت د نړۍ له نورو قدرتونو سره پیاوړې کړي.