-
د اسلامی نړۍ غوره استاد دې معرفي او د زده کونکو ټولنه دې جوړه شي
Oct 07, 2024 01:38پارس ټوډې- د ایران دا سلامی جمهوریت د ښونې او روزنې وزیر د اسلامی نړۍ د هیوادونو د تعلیمي، ساینسي او کلتوري ادارې(آیسسکو) عمومی مدیر سره په کتنې کې د اسلامی نړۍ د ترټولو غوره معلم د معرفي کولو او دزده کونکو د ټولنې د جوړولو وړاندیز وکړ.
-
د پاکستان خبري چینلونو د تهران د جمعې لمانځه ته پراخ پوښښ ورکړ
Oct 05, 2024 03:37د پاکستان خبري چینلونو د خپلو عادي پروګرامونو په پرې کولو او په ژوندۍ بڼه په تهران کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له خوا د جمعې لمانځه د خطبو په خپرولو سره خبر ورکړ چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر له فلسطین او د مقاومت له ځواکونو څخه د پرېکنده ملاتړونو پر دوام یې ټینګار کړی او د صهیونیسټي رژیم د هر ډول تېري پر وړاندې، د ایران د وسله والو ځواکونو چمتووالی یې اعلان کړ.
-
د کراچۍ خلکو د حزب الله د مشر د ټرور په غندنه کښې پراخ لاریون وکړ
Oct 01, 2024 10:14د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د فلسطین ملاتړو د یو پراخ لاریون په ترسره کولو سره، د لبنان د حزب الله غورځنګ د عمومي منشي سید حسن نصر الله په شهیدولو کښې د صهیونیسټي رژيم بزدلانه جنایت وغنده.
-
امریکا او ناټو د افغانستان د کړکیچ اصلي عاملان دي
Sep 29, 2024 01:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت، د چین ، د روسیې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو امریکا او ناټو په افغانستان کښې د اوسني کړکیچ اصلي مسوولان وبلل.
-
داعش، پاکستاني طالبان او القاعده په افغانستان کې شتون لري
Sep 28, 2024 02:05د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ملګرو ملتونو کې ادعا کړې، چې دا مهال په افغانستان کې د داعش، پاکستاني طالبانو او القاعدې په ګډون، ګڼې ترهګرې ډلې شتون لري.
-
د کرمې په بېلابېلو سیمو کې له یوې اونۍ راهیسې قباییلو ترمنځ نښتې روانې دي
Sep 27, 2024 11:18ویل کیږی چی له افغانستانه هم د جګړې لپاره یو ستر لښکر رااروان وو چی په لاره کی پرې د خپل هاوان ګولۍ چاودې شوی چی پکې ۱۷ کسان وژل شوي دي او دغه لښکر بیرته افغانستان ته ستون شوی دی .
-
پاکستان له ایران سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
Sep 27, 2024 02:57د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ګډو هدفونو په تېره بیا په اقتصادي ډګر کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو ملګرتیاوو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
-
په سوات او لکي مروت سیمو کې د پاکستاني پولیسو او وسله والو ترمنځ د نښتې له امله اوښتې مرګ ژوبله
Sep 26, 2024 14:10پاکستاني ډان نیوز رسنۍ د سوات او لکي مَروت په سیمو کې د پاکستاني پولیسو او ترهګرو ترمنځ د نښتو خبر ورکړی دی.
-
له ۳۲ میلیاردو ډالرو څخه زیات، له خپلو ګاونډیانو سره د ایران د غیر تیلي سوداګرۍ کچه
Sep 26, 2024 09:16پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د ګمرکونو مشر وویل: په تېرو شپږو میاشتو کې له ۱۵ ګاونډیو هېوادونو سره د ایران د غیرتیلي سودګرۍ اندازه ۳۲ میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
-
پزشکیان: سوله په نړۍ کې باید د جګړې ځای ونیسي
Sep 24, 2024 02:50د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې سوله او امنیت باید په نړۍ کښې د جنګ او وینې تویولو ځای ونیسي وویل: ایران هغه څه نه دي چې د نړۍ په رسندویو کې ښودل کیږي او مونږ له ټولې نړۍ سره په سوله او امنیت کښې ژوند کولو ته چمتو یو.