پاکستان د افغانستان د ځینو صادراتي توکو تعرفې کمې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i163022
د پاکستاني رسندویو د راپور له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «ژر نتیجه ورکوونکي» سوداګریز پروګرام په اړه موافقه وشوه، چې هدف یې د دوه‌اړخیز تجارت پراخول دي.
(last modified 2025-08-01T08:17:24+00:00 )
Aug 01, 2025 12:45 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د ځینو صادراتي توکو تعرفې کمې کړې

د پاکستاني رسندویو د راپور له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «ژر نتیجه ورکوونکي» سوداګریز پروګرام په اړه موافقه وشوه، چې هدف یې د دوه‌اړخیز تجارت پراخول دي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت دا وړاندیز کړی و، چې کابینې تر غور وروسته تایید کړ.

د دې نوې پرېکړې له مخې، پاکستان به پر یو شمېر افغان کرنیزو محصولاتو د وارداتو مالیې یا خو ختمې کړي یا به یې راکمې کړي. پر (ټماټرو) ۵ سلنه مالیه له منځه وړل شوې، او پر انګورو، انارو او مڼو تعرفه له ۵۳ سلنئ ۲۷ سلنې ته راټیټه شوې ده.

په بدل کې، افغانستان به هم د پاکستاني صادراتو پر محصولاتو مالیات راکم کړي. د پاکستاني الوګانو مالیه به له ۵۷ سلنې ۲۲ سلنې ته راښکته شي، او پر کیلې به ۳۰ سلنه کمښت راشي. د آم او کوپرۍ پر صادراتو به ګمرکي مالیه ختمه شي، او نور مالیات به له ۴۷ سلنې ۲۷ سلنې ته راکم شي.