• قالیباف ټرمپ ته؛د امریکا د ۴۰ میلیون  وګړو د خوارځواکۍ غم وخوره!

    قالیباف ټرمپ ته؛د امریکا د ۴۰ میلیون  وګړو د خوارځواکۍ غم وخوره!

    Jul 04, 2026 12:58

    پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورامشر، د ایران د خلکو پر ضد دډونالډټرمپ دکرغیړنو  څرګندونو په ځواب کې وویل: د امریکا د ۴۰ میلیون  وګړو د خوارځواکۍ په اړه فکر وکړه، خپلې ستونزې پر نورو مه ورتپه.

  •    د یمن دکلابندۍ د ماتولو لپاره د ایران د اقدام په مننې د صنعا ولس ستر لاریون

       د یمن دکلابندۍ د ماتولو لپاره د ایران د اقدام په مننې د صنعا ولس ستر لاریون

    Jul 04, 2026 12:49

    پارس ټوډې – د یمن لسګونو زره  وګړو د دغه هېواد په پلازمېنې صنعا کې د السبعین په چوک کې په  ټولېدو سره، د یمن پر ضد د لګېدلې ظالمانه کلابندئ د ماتولو په برخې کې د ایران د اسلامي جمهوریت د  اقدام قدرونه او مننه وکړه.

  • په لوېدیځي اسیا کې د ایران د شهید رهبر د جنازې د مراسمو پراخ انعکاس

    په لوېدیځي اسیا کې د ایران د شهید رهبر د جنازې د مراسمو پراخ انعکاس

    Jul 04, 2026 12:42

    پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب  د شهید رهبر، حضرت آیت‌الله العظمی سید علي خامنه‌اي، د جنازې او درناوي مراسم د لوېدیځې آسیا د هېوادونو په رسنیو کې په پراخه کچه منعکس شوي او په ژوندۍ بڼه پوښښ  ورکول شوی دی.

  • پر لوېدیځي غاړې او نیواکي  قدس د صهیونیستي نیواکګرو بیا یرغل وکړ

    پر لوېدیځي غاړې او نیواکي  قدس د صهیونیستي نیواکګرو بیا یرغل وکړ

    Jul 04, 2026 12:34

    پارس ټوډې – د فلسطین سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی چې په تېرو څو ساعتونو کې د لوېدیځې غاړې او نیواکي قدس په بېلابېلو سیمو کې د صهیونیستي رژیم د پوځیانو او صهیونیسټ مېشته ښارګوټو د  اوسېدونکو بریدونه زیات شوي دي.

  • په سختیو  شپو ورځو کې د پاکستان د ملت د ملتیا منندوی یو

    په سختیو  شپو ورځو کې د پاکستان د ملت د ملتیا منندوی یو

    Jul 04, 2026 12:25

    پارس ټودې -  د ایران د اسلامي شورا مشر  د  پاکستان د مشرانو جرګې له مشر سره په کتنې کې وویل، دوست ملتونه  د سختیو  په شپو ورځو کې د یوه بل ترڅنګ درېږي، او مونږ تل د پاکستان د خلکو او چارواکو د ملاتړ او ملتیا، په تیره بیا  د «رمضان جنګ» پر مهال، منندوی یو.

  • نړۍ د مقاومت د بیرغوال په بدرګه کې راپاڅېده

    نړۍ د مقاومت د بیرغوال په بدرګه کې راپاڅېده

    Jul 04, 2026 05:37

    پارس ټوډې- تهران د نږدې ۱۰۰ هېوادونو د استازو، شخصیتونو او ولسي ډلو په حضور سره، د هغه شهید رهبر د نړیوال بدرګې صحنه ده چې د مقاومت، عدالت غوښتنې او د مظلومانو د دفاع بیرغ یې د ایران له پولو هاخوا اوچت کړ.

  • نړیوالو پلاؤ د ایران د شهیدرهبر د سپېڅلي جسد درناوی وکړ

    نړیوالو پلاؤ د ایران د شهیدرهبر د سپېڅلي جسد درناوی وکړ

    Jul 03, 2026 12:34

    پارس ټوډې – د ایران د شهید رهبر سپېڅلي پیکر ته د بهرنیو شخصیتونو د درناوي مراسم نن سهار  د تهران د امام خمیني په مصلی یا عید ګاه  کې پیل شول.

  •   د ایران ملت ظالم او جنایتکار ته هېڅکله هم  نه تسلیمېږي

      د ایران ملت ظالم او جنایتکار ته هېڅکله هم  نه تسلیمېږي

    Jul 03, 2026 16:03

    پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ  عمومی قوماندان  جنرال امیر حاتمي، په یوه پیغام کې د درستو قواؤ د ستر قوماندان  شهید  امام خامنه اي د سپېڅلي جسد  د بدرګې او جنازې په مراسمو کې د خلکو د پراخ، حماسي او تاریخ‌ جوړونکي  ګډون غوښتنه وکړه او ټینګار ئې وکړ: د ایران ملت به د خپلو دښمنانو پر وړاندې هېڅکله تسلیم نه شي او تر پایه به پر خپل دریځ ولاړ وي.

  • اسلامی ایران له ګاونډیانو سره ښې اړیکې په خپل لومړیتوب کې لري

    اسلامی ایران له ګاونډیانو سره ښې اړیکې په خپل لومړیتوب کې لري

    Jul 03, 2026 15:37

    د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند  او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په  خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله.

  •   د ایران او چین د سټراټیژیکو اړیکو پیاوړتیا اړینه ده

      د ایران او چین د سټراټیژیکو اړیکو پیاوړتیا اړینه ده

    Jul 03, 2026 15:08

    پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا مشر، محمدباقر قالیباف، د چین د ملي ولسي کانګرس له مرستیال «هه وي» سره وکتل او په دغې کتنې کې ئې د تهران او بیجینګ ترمنځ د ستراتیژیکو، سیاسي او پارلماني اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.