د ایران ملت ظالم او جنایتکار ته هېڅکله هم  نه تسلیمېږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174838-د_ایران_ملت_ظالم_او_جنایتکار_ته_هېڅکله_هم_نه_تسلیمېږي
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ  عمومی قوماندان  جنرال امیر حاتمي، په یوه پیغام کې د درستو قواؤ د ستر قوماندان  شهید  امام خامنه اي د سپېڅلي جسد  د بدرګې او جنازې په مراسمو کې د خلکو د پراخ، حماسي او تاریخ‌ جوړونکي  ګډون غوښتنه وکړه او ټینګار ئې وکړ: د ایران ملت به د خپلو دښمنانو پر وړاندې هېڅکله تسلیم نه شي او تر پایه به پر خپل دریځ ولاړ وي.
(last modified 2026-07-03T11:35:42+00:00 )
Jul 03, 2026 16:03 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ  عمومی قوماندان  جنرال امیر حاتمي
    د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ  عمومی قوماندان  جنرال امیر حاتمي

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ  عمومی قوماندان  جنرال امیر حاتمي، په یوه پیغام کې د درستو قواؤ د ستر قوماندان  شهید  امام خامنه اي د سپېڅلي جسد  د بدرګې او جنازې په مراسمو کې د خلکو د پراخ، حماسي او تاریخ‌ جوړونکي  ګډون غوښتنه وکړه او ټینګار ئې وکړ: د ایران ملت به د خپلو دښمنانو پر وړاندې هېڅکله تسلیم نه شي او تر پایه به پر خپل دریځ ولاړ وي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ  عمومی قوماندان  د پیغام متن داسې دی:

«د ایران قدرمنو  او ویاړمنو  او غمځپلو خلکو!

د ملت د لارښود، د امت د امام او د اسلامي انقلاب د ستر مجاهد قوماندان، حضرت آیت‌الله العظمی سید علي حسيني خامنه‌اي (رضوان الله تعالی علیه)، شهادت، چې د کینه‌کښو دښمنانو، یعنې جنایتکارې امریکا او غاصب صهیونیستي رژیم په لاس ترسره شوی، د ایران د ملت، د نړۍ د مسلمانانو او د نړۍ د ټولو آزادو انسانانو پر زړونو یو ستر غم ئې پرېښود.

د ایران د ملت قسم خوړلو دښمنانو، د خپل غلیمانه خوي په اوج کې، داسې انګېرله چې په دې جنایت سره به د ایران د ستر ملت اراده ماته کړي او د مقاومت روحیه به له دې خاورې جلا کړي؛ خو هغوی نه یوازې خپلو شومو موخو ته ونه رسېدل، بلکې د پخوا په پرتله له لا ډېر هوډمن، یو موټي او متحد ملت سره مخامخ شول.

دغه ستر مجاهد د خپل برکتناک ژوند تر وروستیو شېبو پورې د زړورتیا او بصیرت په مټ د مقاومت د کرښې ساتنه وکړه او هېڅکله ئې د دښمنانو د ګواښونو او دباؤنو پر وړاندې د حق له لارې شاتګ ونه کړ، څو د مقاومت او ټینګ دریځ یو ارزښتناک میراث د نړۍ ټولو آزادو ملتونو ته پرېږدي؛ داسې میراث چې هېڅکله به هېر نه شي.

اوس زموږ دنده ده چې د هغه شهیدرهبر  د سپېڅلي پیکر د وداع او جنازې په مراسمو کې په پراخ، متحد او هوښیار شتون  سره د هغه له لارې او د اسلامي انقلاب له لوړو آرمانونو سره خپله پخوانۍ ژمنه نوې کړو. دا شتون  به د دښمنانو لپاره یو څرګند پیغام وي او نړیوال استکبار ته به دا ور په یاد کړي چې د هغه شهید مشر او قوماندان لاره به د ایران د ملت د اوسپنیز هوډ او د هغه د وړ جانشین، حضرت آیت‌الله سید مجتبی حسيني خامنه‌اي، د هوښیار مشرۍ تر سیوري لاندې، په قدرت سره دوام ومومي.

زه، د ایران د اسلامي جمهوریت د ویاړمن او قدرتمند  پوځ د ټولو خپلو ملګروعسکرو په استازیتوب، له ټولو درنو خلکو، د شهیدانو له معززو کورنیو، مبارزانو  او د مقاومت د مکتب له ټولو مینه‌والو څخه غوښتنه کوم چې په یوه حماسي او تاریخ‌ساز ګډون  سره دې د  ملت شهید لارښود او د هغه شهید ملګري بدرګه کړي او یو ځل بیا نړۍ ته وښئي چې د ایران ملت به د خپلو دښمنانو پر وړاندې هېڅکله تسلیم نه شي او تر پایه به پر خپل دریځ ټینګ ولاړ وي.»

په  عین حال کې، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د اته کلنې سپېڅلې دفاع پخواني قوماندان، سردار رضایي، هم په یوه پیغام کې ویلي دي:اوس چې تاسو غیرتي ملت د خپل شهیدرهبر  د سپېڅلي پیکر د وروستۍ وداع لپاره چمتو شوي یاست، دا بې‌ساری فرصت دی چې د ایران د تاریخ تر ټولو ستره ولسي حماسه او میلیوني جنازه ترسره کړئ؛ یوه داسې حماسه چې نه یوازې به د امریکا اوسني مشران له ناهیلۍ سره مخ کړي، بلکې د تل لپاره به د ایران پر وړاندې د هر ډول تېري فکر هم د هغوی له ذهنه پاک او شنډ کړي.