-
له ایرانه افغانستان ته د څه باندې ۴۰۰ افغان بندیان لېږدول شوي
Jun 12, 2026 05:31افغانستان او ایران د بندیانو د سپارلو تړون لاسلیک کړی او د همدې هوکړې له مخې ایراني او افغان بندیان خپلو اړوندو هېوادونو ته سپارل کېږي.
-
د دوو وروستیو جنګونو تجروبې ښودلې،ایران د ګواښ او دباؤ پر وړاندې شاتګ نه کوي
Jun 12, 2026 05:04پارس ټوډې – د ایران د دفاع وزارت ویاند، سردار رضا طلائينیک وویل: د دوو وروستیو جنګونو تجروبو وښودله چې د ایران ملت او وسلهوال ځواکونه به د ګواښ اودباؤ په وړاندې هېڅکله شاتګ ونه کړي او د خپل ملي امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په برخې کې له هېچا سره ملاحظه نه کوي.
-
د رڼا سرچینې (۱۷۸) له اسلامي واکمن سره د لیدنې پر مهال د شتمنو لپاره د محدودیت رامنځته کول
Jun 11, 2026 12:51د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۷۸م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د مجادلې د مبارکې سورې له ۱۲م څخه تر ۱۳م آیته پورې شأن نزول څېړو، نو د خپرونې تر پایه له موږ سره و اوسئ.
-
د پاکستان د پوځ هلیکوپتر د نسکوریدو په پیښه کښې ۲۱ تنه مړه شول
Jun 11, 2026 07:26خبري سرچینو راپور ورکړی چې د پاکستان د یو هلیکوپتر د لوېدو په پېښه کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي.
-
هر ځای چې ایران لازمه وګڼي، په قدرت او اقتدار سره به دښمن ته ځواب ورکړي
Jun 10, 2026 14:28پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویندوي ووئيل؛ له امریکا سره د خبرو اترو د دوام بهیر ارزول کېږي، او هر ځای چې د ایران وسلهوال ځواکونه لازمه وګڼي، نو په قدرت او اقتدار سره به دښمن ته ځواب ورکړي
-
د ترهه ګرې امریکا وروستي بریدونه د ملګرو ملتو د منشور ښکاره او جدي سرغړونه ده
Jun 10, 2026 14:23پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وروستۍاعلامیې کې وئيل شوي دي،د امریکا وروستي یرغلګرو اقدامات د ملګرو ملتو د منشور ښکاره او جدي سرغړونه ده.
-
د رزمي لوبو سیالۍ؛ د ایران محصیلین د نړۍ د اتلولۍ تر بامه ورسیدل
Jun 10, 2026 12:48پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د آزادې غېږنیونې (فری سټایل کُشتۍ) ملي لوبډلې د برازیل د محصیلینو په نړیوالو رزمي سیالیو کې د ۷ سرو زرو،د ۲ سپینو زرو او د ۱ برونزو مډالونو په ګټلو سره په قدرت سره د اتلولۍ ځایګی خپل کړ.
-
واکمنې شورا ته د عراقچي لیک؛ امریکا د اوسني بحران اصلي عامله ده
Jun 10, 2026 12:17پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او درو اروپائي هېوادونو له خوا د ایران پر ضد د ترسره شوي غیرقانوني اقدام په اړه د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا غړو ته یو لیک استولی دی.
-
د امنیت شورا د ریاکارۍ یوه بله ننداره؛ د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک موده پای ته رسېدلې ده
Jun 10, 2026 12:03پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران استازولۍ د ایران په اړه د امنیت شورا غونډه دریاکارئ او دوهګوڼو معیارونو یوه بله ننداره وبلله او د لوېدیځي هېوادونو د هغو هڅو په غبرګون کې ئې چې غواړي پر ایران بندیزونه بېرته وګرځوي، ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۸ پاي ته رسېدلی دی.
-
که ژمنې ماتې کړئ،نو په ترټولو ښې زده کړئ شوي ژبې به درسره خبرې وکړو
Jun 10, 2026 11:47پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا مشر د امریکا له لورې د یرغلونو او د اوربند د ماتولو په غبرګون کې ټینګار وکړ؛ که تاسو خپلې ژمنې ماتې کړئ، نو مونږ به په هغې ژبې درسره خبرې وکړو چې تر ټولو ښه مو زده کړې ده::