-
پاکستان کې د افغانستان او روسیې سفیرانو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي
Dec 06, 2025 02:36په پاکستان کې د افغانستان سفیر، سردار احمد شکیب، پاکستان کې د روسیې له سفیر البرټ خوریف سره کتلي دي.
-
پاکستان: له افغانستان سره د پولو د پرانیستو لپاره باید طالبان امنیتي تضمینونه ورکړي
Dec 06, 2025 02:33د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر حسین اندرابي ويلي، تر هغه وخته چې افغان طالبان د افغانستان له خاورې پاکستان ته د «ترهګرو» د نه ورتګ په اړه قوي تضمينونه ور نهکړي، د دواړو هېوادونو تر منځ لارې به تړلې وي.
-
پوتین: که اوکرایني ځواکونه شاتګ ونه کړي، دونباس به په زور ونیسو
Dec 06, 2025 02:29د روسیې ولسمشر یو ځل بیا د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې په اړه خپله پخوانۍ ادعا تکرار کړه او ویې ویل، که د اوکراین ځواکونه له دې سیمې څخه شاتګ ونه کړي، نو روسیه به هغه په زور ونیسي.
-
امیر البحر ایراني: سمندري ځواک د ملي امنیت په تأمین کې حیاتي رول لوبولی
Dec 06, 2025 02:26پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قوماندان وویل: د هرمز له تنګي د فارس خلیج تر شماله پورې، سمندري ځواک په فعاله حضور او پرمختللي کنټرولي سیسټمونو سره، د ایران په ملي امنیت کې حیاتي رول لوبولی دی.
-
د اسراییلو «آرو» دفاعي سیسټم د ایران پروړاندې له ناکامۍ وروسته په جرمني کې ځای پر ځای شو
Dec 06, 2025 02:13پارس ټوډې – جرمني د اسراییلو دفاعي سیسټم په خپل هېواد کې ځای پر ځای کړ، هماغه سیسټم چې ونه توانېد د ایران د بالسټیک توغندیو مخه ونیسي.
-
د غزه په «برمودا مثلث» کې د بشري مرستو ورکېدل
Dec 06, 2025 01:59پارس ټوډې – سره له دې چې ادعا کېږي زرګونه د بشري مرستو لارۍ غزې ته داخل شوي، خو خلک لا هم وږي دي او مرستې د غزې په «برمودا مثلث» کې ورکېږي.
-
یونیسف: د کونړ زلزله ځپلو سیمو کې څلور ماشومان د سینهبغل او سړې هوا له امله مړه شوي
Dec 05, 2025 02:13د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې څلور ماشومان د سینهبغل او سړې هوا له امله مړه شوي دي.
-
افغانستان کې د بشري ناورین له امله ښځې او ماشومان له ټولو زیات فشار زغمي
Dec 05, 2025 02:07د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) راپور ورکړی چې افغانستان د خپل معاصر تاریخ له سخت پړاو څخه تېرېږي او ښځې، نجونې او ماشومان تر ټولو ډېر فشار زغمي.
-
پاکستان: بشري مرستو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې پرانیزو
Dec 05, 2025 02:05پاکستان وایي چې د تورخم او چمن سرحدي لارې د دې لپاره خلاصوي چې د ملګرو ملتو د درېیو ادارو له لورې افغانستان ته بشري مرستې ورسېږي.
-
په خليج فارس کې د سپاه د سمندري ځواکونو د اقتدار مانورې پیل
Dec 05, 2025 02:03د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د اقتدار مانورې په خليج فارس کې د بشپړ استخباراتي څارنې لاندې پیل شوې.