-
د افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات شي
Mar 15, 2024 09:21د امریکا ۱۲ جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو سناتورانو د کانګرس له لوړ پوړو چارواکو غوښتي، چې د هغو افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات کړي، چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی دی.
-
په پاکستان کې د افغان کډوالو اتیا سلنه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي
Mar 10, 2024 02:42په پاکستان کې د تعلیم په برخه کې یوه فعاله غیر دولتي اداره ’الف اعلان‘ وايي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په کمپونو او له کمپونو بهر څه نا څه ۵۷۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۶ کلونو دي، ښوونځیو ته نه ځي.
-
له پاکستان څخه ۳۳۳ نور افغان پناهغوښتونکي کاناډا ته ولېږدول شول
Mar 10, 2024 01:26د کاناډا د کډوالو ادارې له پاکستان څخه دغه هېواد ته د ۳۳۳ نور افغان کډوالو د لېږدولو خبر ورکړی دی.
-
په ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۸۵۰۰ غیرقانوني کډوالو خپل ژوند بایللی
Mar 07, 2024 08:25د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې په تېر۲۰۲۳ کال په ټوله نړۍ کې، لږترلږه ۸۵۶۵ کسان د کډوالۍ په غیرقانوني لارو کې مړه شوي، چې یوه لویه برخه یې افغانان دي.
-
پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو د اوسېدو موده تر مارچ میاشتې غځولې
Feb 05, 2024 01:42زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان لنډ مهالې فيډرالي کابینې دغه هېواد کې د افغانستان د ناقانونه کډوالو د اوسېدو د مودې غځولو پرېکړه تایید کړې. د پاکستان حکومت وايي، یو اعشاریه درې میلیونه افغان کډوال دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
-
د پولنډ پر پوله د پنځو افغان کډوالو جسدونه موندل شوي
Dec 31, 2023 01:21د رسنیو په حواله، دغه جسدونه د امنیتي کسانو لخوا د بلاروس یوه روغتون ته انتقال شوي دي.
-
له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸ زره کډوال راستانه شوي
Dec 10, 2023 01:22د پاکستان دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې تر دې دمه له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸۹۸۰ تنه ناقانونه کډوال ورستانه شوي، دغه رسنۍ وايي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ورستنېدو لړۍ دوام لري.
-
عمران خان د افغانستان د کډوالو په ایستلو نیوکه وکړه
Dec 08, 2023 12:53تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د کډوالو په ایستلو نیوکه وکړه.
-
پاکستانيان له افغان کډوالو سره له سپکاوي ډک چلند کوي
Dec 01, 2023 08:03که څه هم له پاکستان څخه په زور د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر روان دی، دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند او ځورونې په اړه اندېښنې پر زیاتېدو دي.
-
کاناډا ۲۹۵ افغان کډاوال له پاکستان څخه انتقال کړل
Nov 30, 2023 13:23د کاناډا دولت وویل چې د افغانستان ۲۹۵ کډوال یې په یوه چارټر الوتکه کې له پاکستان څخه کاناډا ته منتقل کړې دي.