عمران خان د افغانستان د کډوالو په ایستلو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142858-عمران_خان_د_افغانستان_د_کډوالو_په_ایستلو_نیوکه_وکړه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د کډوالو په ایستلو نیوکه وکړه.
(last modified 2023-12-08T09:24:45+00:00 )
Dec 08, 2023 12:53 Asia/Kabul
  • عمران خان د افغانستان د کډوالو په ایستلو نیوکه وکړه

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د کډوالو په ایستلو نیوکه وکړه.

هغه نن په دې خبرې ټینګار سره چې له ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې د پاکستان د امنه  راتلونکي تضمینونکي دي خبرداری ورکړ د افغانستان د مهاجرینو ایستل د کابل او د اسلام اباد په اړیکو کښې دائمي اختلاف رامینځته کولای شي.

عمران خان چې همدا اوس په زندان کښې دی وویل افغانستان او پاکستان سلګونو کلونه کیږي چې ورورګلویزې اړیکې لري او د افغانستان د کډوالو د ایستلو په هکله د اسلام اباد د حکومت اقدام دغو اړیکو ته ګوزار ورکوي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل پاکستان څلویښت کاله کیږي چې د افغانستان د کډوالو کوربه دی او همدا اوس  د اسلام اباد د حکومت د غلطو سیاستونو په دلیل د لسګونو کلونو د میلمستیا اغیزونه له مینځه تللي دي.

د پاکستان لخوا د افغانستان د کډوالو په ایستلو باندې د بشري حقوقو د ارګانونو ،  د بخښنې د نړیوالو موسسې او د ملګروملتونو له نیوکو او غبرګونو سره سره اسلام اباد د افغانستان د کډوالو ایستل نور پسې چټک کړي دي.