-
سردار ابنالرضا: د ایران په ټولو برخو کې باید د سپېڅلي دفاع روحیه دوام ومومي
Sep 29, 2026 06:20پارس ټوډې- د ایران د دفاع وزارت سرپرست وویل: نن باید د ایران په بېلابېلو برخو کې، له دفاع او امنیت څخه واخلې تر اقتصاد او معیشت پورې، د سپېڅلې دفاع روحیه دوام ومومي.
-
قالیباف: شهید نصرالله مقاومت له یوې چریکي ډلې څخه په دفاعي ډکټرین بدل کړ
Sep 29, 2026 06:18پارس تودی- د ایران د اسلامي شورا رئیس د شهید حسن نصرالله د شهادت د دویمې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ولیکل: شهید نصرالله یو ستراتیژیست او میداني او جهادي قوماندان و چې مقاومت یې له یوې چریکي ډلې څخه په یو دفاعي ډکټرین بدل کړ.
-
ایران به هغه پړاو ته هیڅکله هم بېرته ونه ګرځي چې دښمن ئې هیله لري
Sep 28, 2026 16:14د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: په یوه خبره کې؛ ایران به هېڅکله هغه پړاو ته بېرته ونه ګرځي چې دښمن ئې د بېرته ستنېدو هیله لري.
-
د پاکستان په ټانک کې په ترهګرو برید کې بیا د یوشمیر پولیسو وینه وبهول شوه
Sep 28, 2026 15:23زمونږخبریال د دنیانیوز له قوله راپور راکړ، د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په ټانک کې ترهګرو د پولیسو پر یوه ګاډي برید کړی، چې له امله ئې د ټرافیکو درې پولیس وژل شوي او دوه لارویان هم ټپیان شوي دي.
-
د کابل جلال اباد پر لویه لار په ترافیکي پېښې کې درنه مرګ ژوبله واوښته
Sep 28, 2026 14:47د لغمان ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند وویل، ټپیان ددرملنې په موخې دننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي. هغه وايي، پېښه د موټر چلوونکي دبې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده .
-
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خلکو سره اطلاعاتي معلومات شریکوي
Sep 28, 2026 14:39د ستمبر ۲۸مه، معلوماتو ته د لاسرسي له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ په همدې مناسبت د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لورې معلوماتو ته د لاسرسي د اسانتیا او د خبریالانو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتېدو ټینګار شوی دی.
-
هند د افغانستان د روغتیا او درملنې له برخې د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ
Sep 28, 2026 12:53په افغانستان کې د هندي سفارت سرپرست د افغانستان د روغتیا او درملنې له برخې څخه د خپل ملاتړ پر دوام او د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د اړینو طبي تجهیزاتو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
-
د ایران پر وړاندې به د هر ډول تېري پر وړاندې ودرېږو
Sep 28, 2026 12:41پارس ټوډې –دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د حکومت ژمنه ماتوونکو کړنو ته په اشارې سره، د هر ډول تېري پر وړاندې د مقابلې لپاره د ایران پر چمتووالي ټینګار وکړ.
-
یو امریکائي شنونکی وائي؛ امریکا ایران نشي تسلیمولی
Sep 28, 2026 12:23د امریکا دس یاسی چارو یو کارپوه،څيړاند او شناندی راس هریسن په یولړ څرګندونو کې وویل: پوځي بریدونه او بمبارئ به ایران دې ته اړ نه کړي چې د امریکا شرطونه ومني.
-
پاکستان د پخواني افغان امنیتي ځواک او داعشي غړو د جذب ادعاګانې ردکړې
Sep 28, 2026 12:16پاکستان د افغانستان د نورستان د نښتو او له داعش څخه د ملاتړ په اړه د کابل ادعاګانې بېاساسه بللې او په زغرده ئې رد کړي دي.