-
په اروپا کې د تودوخې اوج ؛ له ۲ زره څخه زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ
Jul 10, 2025 02:23پارس تودي – رویټرز خبری آژانس د چهارشنبې په ورځ خپرو شویو علمي تحلیلونو په حواله راپور ورکړ چې په اروپا کې د تودوخې نوې څپې ددغې لوئې وچې په لسګونو ښارونو کې اوسېدونکو کابو ۲۳۰۰ کسانو ژوند اخستی دی
-
د فلسطین ملت الازهر د خپلو حقوقو بېقیدوشرطه ملاتړی بولي
Jul 10, 2025 02:15د الازهر شیخ احمد الطیب، د فلسطین قاضيالقضات محمود الهباش، او د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د مشر دیني سلاکار، د فلسطین د اوقافو وزیر او محمد نجم، په خپل حضور کې ومانه. د الازهر شیخ په دغې کتنې کې د فلسطین د قضيې په وړاندې د الازهر پر ثابت او تاریخي دریځ او د مظلوم فلسطیني ملت د مبارزې له ملاتړه، چې د خپلو روا حقونو د بېرته اخیستلو او قدس شریف په پلازمېنې د خپلواکه فلسطیني دولت د جوړولو لپاره دی، ټینګار وکړ
-
د ترکیې په پارلیمان کې د جمعې د لمانځه لپاره د رخصتۍ وړاندیز
Jul 10, 2025 02:12په ترکیه کې یو سیاسي ګوند غوښتنه کړې، چې کارکوونکو ته دې د جمعې د لمانځه لپاره رخصتي ورکړل شي.
-
ولې د غزې په جګړه کې د صهیونیسټانو تلفات زیات شوي دي؟
Jul 09, 2025 09:01پارس ټوډې – څلور اساسي مولفې د غزې په جګړه په تیره بیا وروستیو اونیو کې د صهیونیسټ رژیم د تلفاتو د زیاتوالي سبب شوي دي،
-
مجاهد: د جرمونو نړیوالې محکمې په نوم محکمه نه پېژنو
Jul 09, 2025 03:56د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح االله مجاهد د طالبانو د رهبر هبة االله اخندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د غوښتنې په غبرګون کې ویلي چې، په دغه نوم کومه محکمه نه پېژني.
-
د جزا نړیوالې محکمې د طالب مشرانو نیولو حکم صادر کړ
Jul 09, 2025 03:52نړیوالې جزایي محکمې (ICC) پرون سه شنبې د طالبانو د مشرانو پر ضد د ښځو د ځورونې په تور — چې د بشر ضد جنایت بلل کېږي — د نیولو حکمونه صادر کړل.
-
بقائي: عراقچي له بن سلمان سره ګټه ورې خبرې اترې وکړې
Jul 09, 2025 02:56د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: سید عباس عراقچي له سعودي ولیعهد بن سلمان او خارجه او دفاع وزیرانو سره ګټه ورې خبرې اترې کړې دي.
-
بقايي د ټرمپ د ادعا په غبرګون کښې: له امریکايي لوري د ملاقات هیڅ غوښتنه نه ده شوې
Jul 09, 2025 02:53د ایران د خارجه وزارت ویاند پرون د امریکې د ولسمشر د ادعاو په غبرګون کښې وویل: د ایران له خوا له امریکایانو د ملاقات هیڅ غوښتنه نه ده شوي.
-
عراقچي: امریکا دې پوهه شي چې د پایدارې صلحې یوازنۍ لاره، بدماشي نه بلکې محترمانه خبرې اترې دي
Jul 09, 2025 02:49د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: صلحې ته د رسیدو د لارې تقاضا ده چې د امریکې فیصله کوونکي په دې پوه شي چې یوازنۍ پایداره لاره، محترمانه خبرې اترې دي نه بې ځایه بدماشي، اوس نو خوښه د امریکې ده.
-
ابوعبیده: د نتانیاهو ترټولو احمقانه فیصله، په غزه کښې د خپلو ځواکونو ساتل دي
Jul 08, 2025 08:42د ایرنا د خبر له مخې، د شهید «عزالدین القسام» د کنډکونو ویاند په «بیت حانون» کښې کامیابو عملیاتو او صهیونیسټي رژيم ته تاوان رسولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ترټولو د سترې بې عقلۍ فیصله چې د دغه رژيم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو یې کولې شي، د غزې په تړانګه کښې د خپلو ځواکونو ساتل دي.