افغان طالبان هیڅکله هم د امریکا بیرته ستنیدا نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165294-افغان_طالبان_هیڅکله_هم_د_امریکا_بیرته_ستنیدا_نه_مني
د یو  امریکايي تحلیلګر د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو لخوا د امریکائي عسکرو د بېرته  ستنېدل ناشوني دي او طالبان به هیڅکله د دوي د بېرته  تګ اجازت ورنکړي.
(last modified 2025-10-01T00:28:29+00:00 )
Oct 01, 2025 04:56 Asia/Kabul
  • افغان طالبان هیڅکله هم د امریکا بیرته ستنیدا نه مني

د یو  امریکايي تحلیلګر د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو لخوا د امریکائي عسکرو د بېرته  ستنېدل ناشوني دي او طالبان به هیڅکله د دوي د بېرته  تګ اجازت ورنکړي.

د تسنیم خبري اژانس  راپور له مخې، د ډيموکراسۍ د دفاع بنسټ لوړپوړي څیړونکي "بیل راجیو" له  فکس نیوز سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د افغانستان  طالبان به هیڅکله په افغانستان کې د امریکايي عسکرو  د بېرته ستنیدا ملاتړ  ونه کړي. هغه زیاته کړه چې چین او روسیه هم په افغانستان کې د امریکا د بیاځلې شتون د مخنیوي لپاره ستراتیژیکې ګټې لري.

د لانګ وار  ژورنال  خپرونې مدیر وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې له  تړون وروسته د امریکائي عسکرو له افغانستانه  وتل، د چین لپاره د ون  روډ ون بیلټ نومې  پروژې له لارې اقتصادي او سیاسي نفوذ لپاره فرصت برابر کړ. طالبان اوس له چین سره د کانونو او سوداګریزو تړونونو څخه ګټه پورته کوي.

دغه امریکائي تحلیلګر ادعا وکړه چې که چین د طالبانو او امریکا ترمینځ کوم احتمالي تړون وویني، کولای شي د کانونو امتیازاتو لغوه کولو، د سوداګرۍ محدودولو او حتی د ‌‌ډیپلوماټیکو اړیکو د پرې کولو له لارې پر طالبانو دباؤ واچوي.

د راجیو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر "ډونالډ ټرمپ" په دې وروستیو کې ادعا کړې چې واشنګټن غواړي د  افغانستان د کابل "بګرام" پوځي اډه بېرته تر کنټرول لاندې راولي. خو طالبانو دا ادعا "ناشونې او رد" بللې او ټینګار ئې کړی چې د بهرنیو پوځي ځواکونو شتون په بشپړه توګه منتفي دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، د واشنګټن د پوځي شتون بیا رغولو موضوع په امریکا کې د ځینو سیاسي کړیو لخوا څو ځله راپورته شوې، خو طالبانو د بهرنیو پوځي ځواکونو بېرته  ستنیدا د یوې "سرې کرښې" په توګه اعلان کړې ده.