-
عراقچي له لاوروف سره په لیدنه کې: ایران د خپلو ملي ګټو دفاع ته هوډمن دی
Sep 26, 2026 11:49پارستودي- د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره د خپلو سلا مشورو په دوام، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل او خبرې یې وکړې.
-
عراقچي: د هرمز تنګي ناامني د امریکا او صهیونیستي رژیم د تېري پایله ده
Sep 26, 2026 11:39پارستودي- د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: د هرمز تنګي حاکمه ناامني او په سمندري کشتۍچلونې کې رامنځته شوی خنډ، د امریکې او صهیونیستي رژیم د تېری کوونکو اقداماتو مستقیمه پایله ده.
-
ایران په تېره اونۍ کې
Sep 26, 2026 11:29د ایران د دې اوونۍ په مهمو تحولاتو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۸۱مه غونډه کې د ولسمشر مسعود پزشکیان وینا، له نړیوالو مشرانو سره د هغه لیدنې او د سیمې او ایران د اټومي پروګرام په اړه د تهران دریځونه شامل دي.
-
ولایتي: له صنعا نه تر نجف پورې د مقاومت جبهه یوه ده
Sep 26, 2026 11:14پارستودي- د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار علياکبر ولایتي په یو پیغام کې ویلي، دښمن هڅه کوي په ډګر کې د خپلې ماتې د جبران لپاره د «ډګرونو یووالی» له دننه څخه له منځه یوسي.
-
د ایران او چین د نظر یووالی د رغنده همکاریو بنیاد دی
Sep 26, 2026 10:42پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د شخړې د کمولو او د سیمه ایز ثبات د ساتنې په لړ کښې د تهران او بیجنګ د نظر په یووالي ټینګار وکړ.
-
رپورټ/ د لوګر په صنعتي ښارګوټي کې د شاوخوا پنځوسو تولیدي فابریکو د جوړولو چارې پیل شوې دي
Sep 26, 2026 10:12ځایي چارواکي وایي، په نږدې راتلونکې کې به د نورو تولیدي فابریکو د جوړولو زیربنایي چارې هم پیل شي.
-
رپورټ/ لغمان ولایت کې زرګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوه
Sep 26, 2026 10:05ځایي چارواکي وایي، په ګومارل شویو کسانو کې ډېری هېواد ته راستانه شوي کډوال دي.
-
اروپا څنګه د ایران پر ضد په جنګ کې پټه شریکه شوه؟ (سیاسی تبصره)
Sep 25, 2026 15:29پارس ټوډې ــ د شمالي اټلانټیک تړون (ناټو) موسیسې عمومي منشي مارک روته په یوې نوې څرګندونې کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد په تپلي جنګ کې د دغه لوېدیځي ائتلاف د مستقیمې لاسوهنې خبر ورکړ.
-
که امریکا دخالت وکړي، نو بابالمندب به په بشپړه توګه وتړو
Sep 25, 2026 14:55پارسټوډې ـ د یمن د دفاع وزارت پوځي سلاکار وویل چې د امریکا د لاسوهنې په بڼه کې به په سیمې کې د واشنګټن ګټې په نښه شي.
-
ایران له پاکستان سره د ملګرتیاو د ژورولو او پراخولو لپاره جدي هوډ لري
Sep 25, 2026 14:46پارسټوډې ـ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د ایران او پاکستان ترمنځ ژورو تاریخي، کلتوري او عقیدتي اړیکو او مشترکاتو ته په اشارې سره په ټینګار سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له پاکستان سره د دوهاړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د ژورَولو او پراخولو لپاره جدي هوډ لري.