-
په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار وشو
Jun 03, 2023 07:03په قرغزستان کې د منځنۍ آسیا او اروپایي ټولنې په ګډه سرمشریزه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو او د غونډې برخهوالو وویل، د ښځو او نجونو بشري حقونه دې رعایت شي.
-
د امریکا او چین د اړیکو د خرابېدو په تړاو د واشنګټن ویره
Jun 03, 2023 11:33فایننشل ټایمز تېره میاشت چین ته د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) د مشر ویلیام برنز د پټ سفر په اړه راپور ورکړی او لیکلي یې دي: د جوبایډن د ادارې د تر ټولو باوري چارواکي سفر، د سپینې ماڼۍ د اندېښنې د شدت څرګندونه کوي. د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د اړیکو د خرابېدو په اړه دا لیدنه د لوړ پوړو چارواکو په کچه، د بیجینګ سره د اړیکو لپاره د واشنګټن د هڅو سره یو ځای، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په موخه ترسره شوې ده.
-
افغانستان سریلانکا ته په ۶ ویکټونو ماتې ورکړه
Jun 03, 2023 02:03سریلانکا د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته ۲۶۹ منډې هدف وټاکه.
-
امیرخان متقی په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازۍ سره کتنه وکړه
Jun 03, 2023 01:58متقی له نړیوالې ټولنې او مرستندویه موسسو سره د اړیکو لپاره د افغانستان چمتووالی څرګند کړ او د هراړخیزو همکاریو ژمنه یې وکړه.
-
امنیت شورا د افغانستان د خراب وضعیت په اړه بله غونډه جوړوی
Jun 03, 2023 01:51په ملګرو ملتونو کې د اماراتو سفیرې په یوه کنفرانس کې وویل دغه غونډه به د جون پر ۲۱مه جوړه شي.
-
په هند کې د ریل ګاډی په پیښه کې په سلګونو کسانو ته تلفات واوښتل
Jun 03, 2023 01:38وروستی راپورونه وایی چی مرستندویه عملیات هماغه راز روان دي او ویل کیږی چی د مرګ ژوبلو شمیر نور هم زیاتیدلی شي
-
د بريکس غړي له ايران سره پياوړي اقتصادي اړيکو ته لېواله دي
Jun 03, 2023 08:50د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د بریکس اصلي غړي د بریکس د نوي اتحاد په چوکاټ کې د دوه اړخیزو همکاریو سربېره، د پیاوړو سوداګریز او اقتصادي اړیکو لرلو ته لېواله دي.
-
امریکا د اوکراین د جګړې لپاره چاودېدونکې توکې له جاپان څخه اخلي
Jun 02, 2023 10:11رویټرز په خپل راپور کې ویلي چي امریکا غواړي د روسي ځواکونو سره د مقابلې لپاره د اوکراین د ډی سي توپونو چاودېدونکې توکې له جاپان څخه واخلي.
-
په واشنګټن کې د صهیونیستانو لالهاندي، د بایډن له ادارې سره د ایران د ایټمې پروګرام په هکله خبرې
Jun 02, 2023 10:09صهیونیست رژیم چي د ایران او عربي هیوادونو له پخلاینې، د صهیونیست رژیم د رسمیت پېژندنې د بهیر له درېدو او د ایران د ایټمي پروګرام له پرمختګ څخه په غوصه کې دی، خپل دوه چارواکي یې واشنګټن ته د خبرو لپاره استولي دي.
-
ایا جرمني به اوکراین ته لیري واټن ویشتونکې توغندی ورکړي؟
Jun 02, 2023 10:04د جرمني دفاع وزارت اعلان وکړ چي برلین لاهم اوکراین ته د ټاروس لیري واټن ویشتونکي توغندی د ورکړې په هکله پرېکړه نه ده کړې او د کی یف غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.