په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار وشو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133842-په_افغانستان_کې_د_ټولګډونه_حکومت_پر_جوړېدو_ټينګار_وشو
په قرغزستان کې د منځنۍ آسیا او اروپایي ټولنې په ګډه سرمشریزه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو او د غونډې برخه‌والو وویل، د ښځو او نجونو بشري حقونه دې رعایت شي.
(last modified 2023-06-03T02:35:02+00:00 )
Jun 03, 2023 07:03 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار وشو

په قرغزستان کې د منځنۍ آسیا او اروپایي ټولنې په ګډه سرمشریزه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو او د غونډې برخه‌والو وویل، د ښځو او نجونو بشري حقونه دې رعایت شي.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، په دې غونډه کې چې د قرغزستان په چوپان عطا ښارګوټې کې پرون ترسره شوه د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان د ولسمشر په استازیتوب د دغه هېواد یوه پلاوي برخه اخیستې وه.

د اروپایي ټولنې استازیتوب د اروپایي شورا مشر چارلیس میچل وکړ.

د دې سرمشریزې برخه‌والو د افغانستان د مخ په خرابېدونکي وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او ټینګار یې وکړ چې دوی د افغانستان پرمختګ، امنیت، سولې او ثبات ته ژمن دي.

د غونډې په پای کې په ګډه اعلامیه کې راغلي چې دوی له نړیوالو قوانینو او له نړیوالو پېژندل شویو اصولو سره سم له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې هڅې ستایي.

يادو مشرانو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانانو سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي. دوی د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د غونډې برخه‌والو په افغانستان کې د یوه ټولګډ‌ونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او د بشري حقونو په برخه کې یې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د ورکړې غوښتنه وکړه.