-
پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله ۴۵ تنه مړه شوي
Jun 30, 2025 11:03پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې له قوله راپور ورکړی چې د مونسوني بارانونو په پیلیدو سره سېلابونو راوتلو، په دغه هېواد کې ۴۵ تنه مړه کړي دي.
-
ملګري ملتونه دې اسرائیل او امریکا د ایران پر ضد د تېریګرو په توګه مسؤلیت منلو ته اړ کړي
Jun 30, 2025 02:40پارس ټوډي - د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سیدعباس عراقچي» د ملګرو ملتو سر منشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې په رسمي توګه غوښتنه کړې چې د اسرائیلي رژیم او امریکا دې د تېريګرو په توګه وپېژندل شي او د تاوان ورکولو او زیانونو د جبرانولو پشمول دې د دو ي مسئولیّت په رسمیت وپېژندل شي.
-
یونیسف اداره وائي،په میلیونونو افغان ماشومان له واکسین څخه محروم دي
Jun 30, 2025 02:37د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)خبرداری ورکړی چې یوازې ۱۶.۲٪ افغان ماشومان په بشپړ ډول واکسین شوي او دا وضعیت د میلیونونو ماشومانو ژوند ، د مخنیوي وړ ناروغیو له خطر سره مخ کړی دی.
-
د افغانستان او نړۍ اړیکې په پراخېدو دي
Jun 30, 2025 02:30د افغانستان د طالبانو دحکومت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د افغانستان لپاره د ملایشیا له ځانګړي استازي سره په لیدنې کې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري ملګرتیاؤ د زیاتوالي په اړه د خبرو ترڅنګ وویل چې د افغانستان او نورو هېوادونو اړیکې پراخېدو په حال کې دي.
-
د نریندرامودي په پړاؤ کې د هند د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې جرمونه زیات شوي
Jun 30, 2025 01:38د هندوستان د مسلمانانو پر وړاندې د سیستماتیکې کرکې جرمونه د نریندرا مودي د صدر اعظمۍ پر مهال زیات شوي او په یوه کال کې ۹۴۷ موردونو ته رسېدلي.
-
د امریکا ولسمشر دې د اخلاقو او نړیوالو قواعدو له دایرې نه ووځي
Jun 30, 2025 01:24د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د ایران د لوړپوړو چارواکو او خلکو پر وړاندې د سپکو او بې ادبه خبرو په وړاندې سخت غبرګون وښود.
-
د صهیونسټانو د قدرت د توهم پاې؛ اسرائیلو د جګړې او ډیپلماسۍ په میدان کښې ماتې وخوړله
Jun 29, 2025 12:16پارس ټوډی - د ایران په وړاندې د صهیونیسټانو او امریکې د تیریګر کمپاین وروسته، برتانوي رسنیو راپور ورکړ چې په ایران باندې د امریکې بمبارۍ د صهیونیسټ رژیم کمزورتیا څنګه ښکاره کړه.
-
اوربند ته د امریکا او صهیونیسټي دښمن د پابندۍ په باب شک لرو
Jun 29, 2025 11:39د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز دعربستان له دفاع وزیر سره په خبرو کې ووئيل، له هغه ځایه چې د اوربند پشمول خپلو ژمنو ته د دښمن د پابندئ په باب په بشپړ ډول شکمن یوو، تیار یوو چې دتیریو د تکراریدا په بڼه کې ورته کلک او غاښ ماتونکی ځواب ورکړو.
-
په فرانسې کې د یوه جومات په دیوالونو باندې اسلام ضده شعارونه لیکل شوي
Jun 29, 2025 10:52د فرانسې په ایزیّر کې پر یو جومات ناپيژاندو کسانو یرغل کړی او د هغه پر دیوالونو ئې اسلامی ضده شعارونه لیکلي دي.
-
پاکستان د امریکا ناسم اقدامات هیڅکله نه تائيدوي
Jun 29, 2025 10:44د پاکستان خارجه وزیر په یوې خبرې ناستې کې ووئيل؛ که څه هم له امریکا سره د مونږ اړیکې ښې دي ، خو پاکستان به هیڅکله هم د ایران د ایټمي تاسیساتو باندې دحملو پشمول د واشنګټن ناسم اقدامات تائيد نه کړي.