له افغانستان سره د شوو موافقو اجرا کول اړین دي
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر مرستیال د افغانستان په سفر کې شويو تړونونو ته په اشارې سره ووئیل؛ د دوو هېوادونو د پولو د نوي کولو د پروژې د بیا پیلولو لپاره به د ایران او افغانستان ترمینځ حقوقي او تخنیکي خبرې اترې به له څلورو اونیو څخه په کمې مودې کې پیل شي.
د تسنیم خبري اژانس راپور ورکوي، د ایران د دخارجه وزیر مرستیال کاظم غریب آبادي چې په همداوروستیو کې ئې کابل ته سفر کړی ، د افغانستان په سفر کې ئې د د حق آبه په برخې کې د شويو تړونونو په اړه وویل: مونږ باور لرو چې د افغانستان حکومت لخوا د ملګرتیا کچه باید زیاته شي او دا هغه څه نه دي چې مونږ د سوال په توګه وغواړو، بلکې مونږ تړون لرو، ژمنې ئې کړي دي او باید خپلې ژمنې پوره کړي. مونږ هم د ملګرتیا شاهدان یو. په دې سفر کې چې مو درلودلی، فیصله مو کړې چې د دواړو هېوادونو د انرژۍ وزارت مرستیالانو غونډه به په راتلونکو څو اونیو کې جوړه شي.
غریب آبادي د دواړو هېوادونو د پولو د نوي کولو په برخې کې د تړون په اړه څرګنده کړه: مونږ ښو تفاهمونو ته ورسېدو او د پولو د نوي کولو پروژې د بیا پیلولو لپاره به زمونږ حقوقي او تخنیکي خبرې اترې په څلورو اونیو کې پیل شي .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه: د محکومینو د انتقال بحث هم شوی، ځینې مجرمان هم شته چې عموماً افغاني دي چې جرمونه ئې کړي او خپل هېواد ته تللي دي چې مونږ د هغو د ورسپارلو غوښتنه لرو او غوښتنه مو کړې؛ باید د افغانستان له خوا په دې برخې کې مناسبه ملګرتیا ترلاسه کړو.
 
							 
						 
						