-
د آسټریا پارلیمان په ښوونځیو کې د حجاب یاسکارف د بندیز مسوده تصویب کړه
Dec 13, 2025 08:12د آسټریا پارلیمان په دغه هېواد کې د ۱۴ کلونو څخه د کم عمره نجونو لپاره په ښوونځیو کې د حجاب د بندیز پلان تصویب کړ.
-
د ایران ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر د اسلام آباد د تړونونو په پلي کولو او د ترانسپورت او سرحدي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.
Dec 13, 2025 03:32پارس ټوډې - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ترکمنستان په عشق آباد کې د سولې او باور د نړیوالې غونډې په څنډه کې سره ولیدل او د ترانسپورت، ټرانزیټ او د سرحدي زیربناوو د پراختیا په برخو کې د دواړو هیوادونو پراخو ظرفیتونو ته اشاره وکړه، او د هغو تړونونو په عملي تعقیب ټینګار وکړ چې اسلام آباد ته د ایران د ولسمشر د وروستي سفر په جریان کې نهایی شوي وو.
-
د پاکستان د آئي ایس آئي پخوانی ډي جي جنرل فیض حمیدپه ۱4 کاله په سخت بند محکوم شو
Dec 11, 2025 11:33د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اېس پي آر) په وینا، فیلډ جنرل کورټ مارشل پخواني لیفټیننټ جنرال فیض حمید ته د ۱۴ کلونو قیدِ بامشقت سزا اورولې ده۔
-
د ملګرو ملتو د غزې د بشري وضعیت د لا خرابېدو په اړه خبرداری ورکړ
Dec 11, 2025 11:01پارس ټوډې – ملګرو ملتو په فلسطین کې د بارانونو او سړې هوا په سیوري کې د غزې د بشري بحران د لاسختیدا په اړه خبرداری ورکړی دی.
-
د افغانستان دطالبانو حکومت دې دبشري حقوقو په باب خپل کړچار سملاسی بدل کړي
Dec 11, 2025 10:37د امنیت شورا ډېری ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او بشري کړکیچ اندېښمنونکی وباله او د طالبانو د حکومت د چلند د بدلېدو غوښتنه ئې وکړه.
-
امریکا او لویدیځ د خپلواکه هېوادونو هویت او خپلواکي په نښه کوي
Dec 11, 2025 10:27پارس ټوډی – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل: زمونږ سیمه په یوه پېچلي وضعیت کې ده او له بده مرغه مونږ د نړیوالو اړیکو په برخې کې له یوه اړخیزې تګلارې سره مخ یو؛ امریکا او ځینې لوېدیځ هېوادونه د خپلواکه هېوادونو هویت او خپلواکي په نښه کوي.
-
د افغان کډوالو بیرته ستنیدا دنړیوالې ټولنې جدی مرستو ته اړتیالري.
Dec 11, 2025 08:18پارس ټوډی- په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي سفیر او استازي «امیر سعید ایرواني» وویل د افغانستان د کډوالو پایداره بیرته ستنیدل د نړیوالې ټولنې حقیقي پانګونې ته اړتیا لري.
-
ژمنه شوی ژغورونکی | مهدي او مسیح؛ د یوه الهي حقیقت دوه مخونه
Dec 09, 2025 09:03پارس ټوډی - د پای وختونو د نجات ورکوونکي لیدتوګه د انسانانو له ژورو اندیښنو ده؛ هغه اندیښنه چې نه یوازې له لرې راتلونکي سره تړلې ده، بلکې د نن ورځې د انساني ژوند کیفیت سره هم تړلې ده.
-
ایران د پرمختللو ایټمي ټیکنالوجیو د پراختیا دوام ته اړتیا لری
Dec 09, 2025 01:12پارس ټوډې – د ایران داسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر په دې په ټینګار سره چې هېواد باید پاکې او دایمي انرژۍ ته حتمي لاسرسی ولري،ووئيل؛ که څه هم ځینې هېوادونه د ایران د پرمختللو ایټمي ټیکنالوژیو په پراخېدو اندېښنه لري، دا لاره به په جدي ډول روانه وي.
-
د ایران او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې وکړې
Dec 09, 2025 08:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سید عباس عراقچي او اسحاق ډار په ټیلي فوني خبرو کښې د دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې د مسائیلو په اړونده د بدلونونو په هکله بحث او غور وکړ.