شننه: آیا د امریکا د مطلق قدرت توهم پای ته رسیدلی؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i172542-شننه_آیا_د_امریکا_د_مطلق_قدرت_توهم_پای_ته_رسیدلی
د کولمبیا پوهنتون استاد جیفري ساکس ویلي دي د ایران جګړه هغه شیبه وه چې د امریکا د مطلق قدرت افسانه له حقیقت سره وجنګېده.
(last modified 2026-05-05T07:25:22+00:00 )
May 05, 2026 11:42 Asia/Kabul
  • شننه: آیا د امریکا د مطلق قدرت توهم پای ته رسیدلی؟

د کولمبیا پوهنتون استاد جیفري ساکس ویلي دي د ایران جګړه هغه شیبه وه چې د امریکا د مطلق قدرت افسانه له حقیقت سره وجنګېده.

 د کولمبیا پوهنتون د دې پروفیسور په باور، دا یوازې د یوه حکومت یا یوه ولسمشر ماتې نه وه، بلکې دا له سړې جګړې وروسته د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د ټولې پروژې دړې وړې کیدا  وښوول.

 واشنګټن په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، یو لنډمهاله تشوالی له تلپاتې واکمنۍ سره غلط کړ او ځان يې «اړین ملت» وباله، خو د یو قطبي نړۍ خوب له هماغه پیل یو توهم و. ساکس ټینګار کوي چې د لویدیځ واکمنۍ پای له ټرمپ نه  ده پیل شوی ، بلکې ريښه يې په ۱۹۴۵ کال کې ده، ځکه چې اروپايي او بیا د امریکا واکمني هېڅکله تلپاتې نه وه، بلکې یو استثنايي حالت و چې له وخته مخکې صنعتي کېدو او د استعمار لاندې هیوادونو د سرچینو د لوټمار پر بنسټ ولاړ و.

په ایران باندې نظامي برید دا حقیقت ښکاره کړ چې امریکا  د خپل قدرت  پولو ته رسیدلې ده، یوازې د یوې ناکامې نظامي عملیاتو له امله نه، بلکې ځکه چې هغه نړۍ چې یو وخت یې د امریکا د واکمنۍ امکان برابرو، نور شتون نلري. واشنګټن نور نشي کولای خپل مطلوبې پایلې د سیمې پر مهمو قدرتونو مسلط کړي. ایران له بندیزونو، نیابتي جګړې او مستقیمې مقابلي نه تېر شو، خپل داخلي یووالی یې وساته، خپل سیمه ییز اتحادونه یې پیاوړي کړل او د امریکا د جبري قدرت محدودیتونه یې ښکاره کړل. پر همدې اساس، ساکس باور لري، دا یوازې نظامي ماتې نه وه، بلکې ستراتیژیکه اوایدیالوجیکه  ماتې وه.

د امریکا سیاسي پرګنه  لا هم داسې چلند کوي لکه څنګه چې هر هغه هېواد چې د واشنګټن له فشار سره مقاومت کوي، د نړۍ طبیعي نظم مات کړی وي، نو ځکه د ایران مقاومت د یو جیوپولیتیک واقعیت په توګه نه، بلکې د یو نه زغمل کېدوني نافرمانۍ په توګه ګڼل کېږي. هغه د امریکا د نړیوالو سیستمونو د تلپاتې کنټرول په وړتیا باندې شک څرګند کړ او ویې ویل چې واشنګټن څو ځله خپل اړمونه  له واقعیت نه زیات اټکل کړي دي. روسیه له مالي انزوا سر راپورته کړ، چین موازي سیستمونه جوړ کړل او ایران له شرایطو سره ځان برابر کړ. دا تصور چې امریکا کولای شي هر وخت چې وغواړي اقتصادونه کنګل کړي، له هغې نړۍ سره تړاو لري چې نور شتون نلري. نو ځکه، په داسې حال کې چې واشنګټن په وسواسۍ بڼه د نظامي واکمنۍ په مفکوره بوخت و، حقیقي بدلون بل ځای رامنځته کېده. آسیا چې د نړۍ ۶۰ سلنه نفوس په ځان کې را نغاړي، بېرته صنعتي کېږي، نوښت کوي او په کلیدي ټیکنالوژیو کې له لویدیځ نه وړاندې تګ کوي. د ایران جګړه یوازې یوه ماتې نه ده، دا هغه شیبه ده چې امریکا له هغې نړۍ سره وجنګېده چې نور یې کنټرول په لاس کې نه لري.

جان مرشایمر، د تیري کوونکي رئالیزم تیوریسټ، دا تحلیل له بلې زاویې تاییدوي. هغه باور لري چې دې جګړې د امریکا نظامي قدرت نه دی کمزوری کړی، بلکې د دې هېواد «د قدرت وړاندې کولو وړتیا» يې په شدت سره راټیټه کړې ده. د مرشایمر په وینا، د امریکا بیاځل په منځني ختیځ کې ښکېلېدل، په حقیقت کې هغه ډالۍ ده چې چین په  آسیا کې د خپل مقام د ټینګولو لپاره ورته اړتیا درلوده.

د جیفري ساکس په وینا، د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ سیستم په دې ذهني حالت کې ښکېل دی چې هر خپلواک قدرت ګواښ ګڼي. په دې نړۍ لید کې، ډیپلوماسي تقریبا ناممکنه او دایمي شخړه تضمین شوې ده. هغه ټینګار کوي چې په امریکا کې هېڅ ولسمشر، که جمهوري غوښتونکی وي او که دیموکرات، نشي کولای د لویدیځ د واکمنۍ اوږدمهالی زوال یا د آسیا راپورته کېدل بېرته وګرځوي. اصلي ستونزه د ټرمپ شخصیت نه دی، بلکې د واشنګټن ناتواني ده چې له هغې نړۍ سره ځان برابر کړي چې نور یوازنی لوی قدرت پکې نه دی.

ساکس وروستۍ پوښتنه داسې مطرح کوي: ایا واشنګټن کولای شي څو قطبي نړۍ ومني، یا به هماغه راز  د هغه تېر په تعقیب کې چې بېرته د راګرځولو وړ نه دی، نه ګټونکو جګړو ته  دوام ورکړي؟ د دې پوښتنې ځواب به د راتلونکې نړۍ د نظام برخلیک ټاکي.