قالیباف: د اسلامي انقلاب رهبر پیغام د پارلمان د لارې څراغ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173606-قالیباف_د_اسلامي_انقلاب_رهبر_پیغام_د_پارلمان_د_لارې_څراغ_دی
پارس‌تودی- د ایران د اسلامي شورا مشر ټینګار وکړ: د اسلامي انقلاب د رهبر پیغام د دوولسمې جرګې د لارې نقشه او د راتلونکې لپاره څراغ دی.
(last modified 2026-05-31T11:40:34+00:00 )
May 31, 2026 16:09 Asia/Kabul
  • د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف
    د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف

پارس‌تودی- د ایران د اسلامي شورا مشر ټینګار وکړ: د اسلامي انقلاب د رهبر پیغام د دوولسمې جرګې د لارې نقشه او د راتلونکې لپاره څراغ دی.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي شورا د جرګې رئیس محمد باقر قالیباف، ، د جرګې د درېیم کال له پیلېدو مخکې په خپله وینا کې وویل: د معظم رهبر پیغام د راتلونکي لپاره څراغ او د دولسمې جرګې د لارې نقشه ده او هڅه به وکړو چې د جرګې اقدامات د هیواد له اساسي مسایلو او د خلکو له اړتیاوو سره «مستقیم او څرګنده اړیکه» ولري او په «هیله مندي او د راتلونکي په جوړونې» تمرکز وکړو، د اقتصاد او معیشت لپاره باثباته لاره وښیو.

هغه په دوام کې وویل: د انقلاب د رهبر ځانګړی ټینګار پر دې دی چې د ایران د پارلمان له استازو سره په کلنیو لیدنو کې د انقلاب د شهید امام بیانات، په ځانګړي توګه په وروستیو کلونو کې، باید دقیق او جدي مطالعه شي. دا زموږ لپاره، د استازو لپاره، یو مکلفیت رامنځته کوي چې د پارلمان د څیړنو مرکز او د ملت کور خبري اژانس باید دا بیانات په منظم ډول ترتیب کړي او د محترمو استازو په اختیار کې یې ورکړي.

قالیباف زیاته کړه: ایران د ټولنیز تفرقه او تجزیې لپاره د دښمن د نقشو پر وړاندې د وحدت ساتلو په اړه د هغه بیا بیا یادونه باید زموږ یعني استازو لپاره، د پام وړ پاته شي. په ځانګړې توګه دا چې هغه موږ حتی له مشروعو اختلافاتو څخه د شخړې او تفرقه له جوړولو څخه منع کړي یو او غوښتي یې دي چې په خبرو او عمل کې د ملت د یووالي او انسجام بېلګه واوسو.

تر هغه چي د ایران د ولس د حقوقو له تر لاسه کېدو څخه ډاډمن نه شو، هیڅ هوکړه نه تائیدیږي

د ایران د اسلامي شورا رئیس په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې هغه څه چې په نظامي ډګر کې او زموږ د توغندیو له لارې ترلاسه شوي، د خلکو د ملاتړ او حمایت له امله دي، او د دیپلماسۍ کار دا دی چې دغه بریاوې سیاسي او حقوقي لاسته راوړنو ته واړوي، او د خدمت په میدان کې دنده دا ده چې د دغو بریاوو په وسیله د خلکو ستونزې حل کړو. هغه څرګنده کړه: په دې لاره کې، لکه څنګه چې ما څو ځله ویلي، د دیپلماسۍ د مبارزې سرتېري، د دښمن خبرو او ژمنو ته هېڅ باور نه لري. هغه څه چې زموږ لپاره معیار دي، عیني لاسته راوړنې دي چې باید ترلاسه کړو، تر څو د هغو په مقابل کې خپلې ژمنې عملي کړو، او تر هغه چې ډاډه نه شو چې د ایران د ملت حقوق مو ترلاسه کړي دي، هېڅ توافق به تایید نه کړو.