حقاني: د افغانستان د شیعیانو روا غوښتنې باید عملي شي
پارس ټوډې - د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني بامیان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د درستو اهل تشیّع د روا غوښتنو پر عملي کېدو او د ملي یووالي پر ساتلو ټینګار وکړ.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراجین حقاني بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د افغانستان د اهل تشیَع د روا غوښتنو پر پوره کېدو ټینګار وکړ او وې ویل چې افغانستان د ټول ولس هېواد دی.
هغه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د هزارهوو او نورو شیعیانو شتون ته په اشارې سره وویل چې طالبان د هغوی قدرداني کوي.
حقاني زیاته کړه: افغانستان د دغه هېواد د ټولو خلکو دی او د ټولنیز یووالي ساتل به د نظام او خلکو په ګټه وي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر وویل، سره له دې چې ځینې کوچني اختلافات شته، خو «د دې خلکو خیر او شر یو دی» او ټول باید د یووالي د ساتلو او د تېرو ستونزو د بېرته راګرځېدو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
حقاني همدارنګه وویل چې د خلکو ستونزو او غوښتنو ته به د طالبانو د حکومت د امکاناتو په کچه، سوکه سوکه ارزونه او اصلاح وشي او هیڅوک باید په افغانستان کې ځان پرَدی احساس نه کړي.
له مخالفینو د بېرته ستنېدو غوښتنه
هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له هغو سیاسي مشرانو او د طالبانو له مخالفینو څخه چې له افغانستانه بهر ژوند کوي، وغوښتل چې هېواد ته بېرته ستانه شي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر وویل، طالبان د هیچا د عزت مخالف نه دي او د عمومي عفوې له اعلان وروسته له مخالفینو سره د شخصي حسابکتاب لپاره هېڅ ډول پروګرام نه لري.
حقاني زیاته کړه: هر هغه څوک چې «د افغانستان له اسلامي او ملي ګټو سره مخالف نه وي او د هېواد د ناامنه کولو لپاره هڅه ونه کړي، په افغانستان کې په ازاد ډول ژوند کولی شي.
دا په تېرو پنځو کلونو کې بامیان ولایت ته د سراجالدین حقاني دوهم سفر دی.