جرمني د اسرائیلو پر وړاندې د نوو بندیزونو لګول څېړي
-
دجرمنی د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول
پارسټوډي: د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیسټي رژیم د کورني امنیت وزیر د سپَکو او پاروونکو څرګندونو او د فلسطینیانو پر وړاندې د دغه رژیم د کابینې د جنایتکارو اقداماتو په غبرګون کې وویل چې د اروپائي ټولنې له خوا پر اسرائیلو د نویو بندیزونو لګول د څېړنې وړ یو انتخاب دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، یوهان وادفول له یوې چرمنئ ځپرونې سره په مرکې کې، د افراطي صهیونیسټي ښارګوټو پر اوسېدونکو او د هغوی د ملاتړو ادارو د اروپائي ټولنې بندیزونو ته په اشاره وویل چې آلمان له دغو بندیزونو ملاتړ کوي او د نورو اقداماتو، په ځانګړي ډول د صهیونیسټي رژیم د کورنیو امنیت وزیر ایتمار بنګوېر پر وړاندې د اقداماتو په اړه به خبرې وکړي.
هغه د صهیونیسټي رژیم د کورنیو امنیت وزیر هغه سپکَوونکې او پاروونکې څرګندونې په کلکه وغندلې چې په غزې کې ئې هره ورځ د لسګونو فلسطینیانو د وژلو غوښتنه کړې وه، او ټینګار ئې وکړ:دا څرګندونې د منلو وړ نه دي او د آلمان حکومت ئې نه مني.»
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې برلین د نړیوالو قوانینو په اړه څرګند دریځونه لري او دغه دریځونه د صهیونیسټي رژیم په اړه هم صدق کوي.