د باکستان د پوځ مشر سبا ایران ته راځي
Aug 23, 2026 13:32 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي له خبریالانو سره په خبرو کې تهران ته د پاکستان د پوځ د قوماندان عاصم منیر د سفر خبر ورکړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، عاصم منیر به سبا دوشنبه د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دغه سفر د ایران او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او همدارنګه د سیمې د سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره د پاکستان د همکاریو د دوام په موخه ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې عاصم منیر به د دغه سفر پر مهال د ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې او خبرې وکړي.
ټیګونه