د علمي او پوهنتوني همکاریو پر پراختیا د ایران او عراق ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173648-د_علمي_او_پوهنتوني_همکاریو_پر_پراختیا_د_ایران_او_عراق_ټینګار
پارس ټوډې – د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزارت اداري، مالي او د سرچینو د مدیریت مرستیال، عراق ته د خپل سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او پوهنتوني همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې تهران چمتو دی له بغداد سره د ګډو علمي، څېړنیزو او ټکنالوژیکي پروګرامونو ملاتړ وکړي.
(last modified 2026-06-01T10:11:16+00:00 )
Jun 01, 2026 14:39 Asia/Kabul
  • د علمي او پوهنتوني همکاریو پر پراختیا د ایران او عراق ټینګار

پارس ټوډې – د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزارت اداري، مالي او د سرچینو د مدیریت مرستیال، عراق ته د خپل سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او پوهنتوني همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې تهران چمتو دی له بغداد سره د ګډو علمي، څېړنیزو او ټکنالوژیکي پروګرامونو ملاتړ وکړي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزارت اداري، مالي او د سرچینو د مدیریت مرستیال «مهدي پندار»، عراق ته د خپل سفر پر مهال د تهران او بغداد ترمنځ د علمي او پوهنتوني همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه په دې ناسته کې د هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په پیاوړتیا کې د پوهنتونونو رول ته په اشارې سره وویل: «نن ورځ لوړې زده کړې او علمي ډیپلوماسي د ملتونو ترمنځ د دوامدارو اړیکو د پراختیا له مهمو وسیلو څخه شمېرل کېږي، او د ایران د اسلامي جمهوریت د علومو وزارت بشپړ چمتووالی لري چې د ایران او عراق ترمنځ له ګډو علمي او پوهنتوني پروګرامونو ملاتړ وکړي.»

پندار همدارنګه د پوهنتونونو ترمنځ د تعاملاتو پراختیا، له ګډو څېړنیزو پروژو ملاتړ، د ټکنالوژیکي همکاریو پراخول او د ایران او عراق د نخبه‌ګانو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د ایران د علومو وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ: «د ایران او عراق علمي همکارۍ باید د اوږدمهاله او ستراتیژیکو میکانېزمونو پر لور حرکت وکړي.»

د عراق لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار، «حجت‌الاسلام غلامرضا اباذري» هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي، پوهنتوني او کلتوري همکاریو د بهیر په اړه راپور وړاندې کړ او ویې ویل: «د ایران او عراق پراخ پوهنتوني ظرفیتونه کولای شي په سیمه کې د علمي او ټکنالوژیکي همکاریو د یوه نوي ماډل د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.»

هغه د علمي ډیپلوماسۍ اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه: «د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو او علمي مرکزونو همکاري، د علمي پرمختګ تر څنګ، د ایران او عراق د کلتوري او تمدني اړیکو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.»

همدارنګه، «محمدجواد نجفي» چې په عراق کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري استازولۍ د علمي او پوهنتوني برخې مسؤول دی، د «ایران او عراق د علم اونۍ» د دوو بریالیو دورو د ترسره کېدو په یادونې سره وویل: «دا غونډه په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او پوهنتوني خبرو اترو له مهمو بسترونو څخه ګرځېدلې او د لسګونو علمي او څېړنیزو همکاریو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک زمینه یې برابره کړې ده.»