تفسیر: ولې ټرمپ د ګواښ او هوکړې ترمنځ سرګردانه دی؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i173604-تفسیر_ولې_ټرمپ_د_ګواښ_او_هوکړې_ترمنځ_سرګردانه_دی
پارس ټوډې – د سي‌ان‌ان ټلویزیوني شبکې په یوه راپور کې ویلي: «د ایران د اټومي موضوع په اړه د امریکا حکومت له ګډوډۍ سره مخ شوی دی.»
(last modified 2026-05-31T11:59:58+00:00 )
May 31, 2026 16:04 Asia/Kabul
  • تفسیر: ولې ټرمپ د ګواښ او هوکړې ترمنځ سرګردانه دی؟

پارس ټوډې – د سي‌ان‌ان ټلویزیوني شبکې په یوه راپور کې ویلي: «د ایران د اټومي موضوع په اړه د امریکا حکومت له ګډوډۍ سره مخ شوی دی.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په تېرو څو اونیو کې څو ځله د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو د برخلیک په اړه خپل دریځ بدل کړی دی. یوه ورځ دغه زېرمې «بې‌اهمیته» بولي او سپوږمکۍ څارنه کافي ګڼي؛ بله ورځ امریکا ته د هغوی د لېږد خبره کوي، بیا د خښولو او مهر او لاک کولو نظریه مطرح کوي، او په پای کې یو ځل بیا د هغو پر له منځه وړلو یا ایستلو ټینګار کوي.

دغه متناقضې څرګندونې باید یوازې د ټرمپ د نه اټکل کېدونکي شخصیت پایله ونه ګڼل شي. د واشنګټن سرګرداني، تر هر څه زیات، د ایران پر وړاندې له څلوېښت ورځنۍ جګړې وروسته، د امریکا د ستراتیژیک بندون انعکاس دی. هغه جګړه چې د سپینې ماڼۍ او تل‌ابیب د لومړنیو محاسبو خلاف، نه د ایران د مخنیوي ځواک د ماتېدو سبب شوه، نه یې د اسلامي جمهوریت ستراتیژیک جوړښتونه ګډوډ کړل او نه یې تهران د امریکا د اعظمي شرطونو منلو ته اړ کړ.

ټرمپ او د هغه نږدې کړۍ داسې انګېرله چې که څه هم پر ایران په پوځي تېري کې خپلو اصلي موخو ته ونه رسېدل، خو د پوځي، اقتصادي او رواني ګډ فشار له لارې به ایران داسې حالت ته ورسوي، چې د کړکېچ د پایته رسولو لپاره لوی امتیازات ورکړي. له دې جملې څخه د اټومي پروګرام سخت محدودیتونه، د توغندیز پروګرام مهارول، او حتی د سیمې په کچه د ایران د رول بیا تعریف کول یادولای شو. خو هغه څه چې په ډګر کې پېښ شول، بل انځور یې وړاندې کړ.

ایران نه یوازې وکولای شول خپل پوځي او بنسټیز ظرفیتونه وساتي، بلکې په سیمه کې د امریکا د اډو په نښه کولو او د داخلي یووالي په ساتلو سره یې دا پیغام ولېږداوه، چې د هر ډول جګړې لګښتونه به د واشنګټن له لومړنیو اټکلونو ډېر لوړ وي. ټرمپ اوس د بې‌وسۍ له وضعیت سره مخ دی. هغه سیاسي «لاسته راوړنې جوړولو» ته اړتیا لري، ځکه هغه ولسمشر چې جګړه یې د ایران د چټک مهارولو په شعار سره پیل کړې وه، اوس د امریکا عامه افکارو او خپلو سیمه‌ییزو متحدینو ته د یوې محسوسې بریا ښودلو ته اړتیا لري.

د ایران د غني شویو یورانیمو موضوع په همدې چوکاټ کې په یوه سمبول بدله شوې ده. داسې سمبول چې سپینه ماڼۍ هڅه کوي دا له «ایران څخه ترلاسه شوي امتیاز» په توګه وړاندې کړي. خو د میداني او تخنیکي واقعیتونو له امله د ټرمپ لاس تړل شوی دی. ایران له کلونو بندیزونو، د اټومي پوهانو، علمي شخصیتونو، نخبه‌ګانو او سیاسي چارواکو له ترورونو، تخریب‌کارۍ او سیاسي فشارونو وروسته، نه یوازې خپله اټومي پوهه ساتلې، بلکې توانېدلی چې د کورنۍ ټکنالوژۍ دوره ثابته او ټینګه کړي. حتی که اټکل هم وشي چې د یورانیمو یوه برخه ولېږدول شي یا محدوده شي، تخنیکي پوهه، بشري بنسټونه او د اټومي پروګرام د چټک بیارغونې وړتیا به لا هم پاتې وي. همدې موضوع د امریکا د امنیتي بنسټ یوه برخه د نمایشي او تبلیغاتي تګلارو په اړه شکمنه کړې ده.

په ایران کې د غني شویو یورانیمو د برخلیک په اړه د ټرمپ متناقض دریځونه هم له همدې بې‌وسۍ سرچینه اخلي. کله چې هغه وایي: «دا مواد اهمیت نه لري»، په حقیقت کې یوه تخنیکي واقعیت ته اشاره کوي. د یورانیمو د زېرمو لرل، حتمي نه ده چې د اټومي وسلې د سمدستي جوړولو معنا ولري، او استخباراتي او سپوږمکۍ څارنه کولای شي بدلونونه وڅاري. خو کله چې د زېرمو د لېږد یا له منځه وړلو خبره کوي، نو په حقیقت کې د یوې سمبولیکې بریا د وړاندې کولو لپاره خپلې سیاسي اړتیا ته ځواب وایي.

دا دوه‌ګونی چلند، د امریکا د حکومت دننه د ژور اختلاف نښه هم ده. د ټرمپ د ټیم یوه برخه، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د مالیې وزیر سکاټ بېسینټ په څېر چارواکي، لا هم د فشار او اعظمي امتیاز اخیستلو پر سیاست ټینګار کوي. هغوی باور لري چې د یورانیمو د زېرمو د سپارلو له غوښتنې شاتګ، له جګړې وروسته د امریکا د ماتې معنا لري. خو بل لور ته یو واقعبین بهیر شتون لري چې پوهېږي د جګړې وروسته ایران، د جګړې مخکې ایران نه دی، او تهران په داسې کمزوري حالت کې نه دی چې تحمیلي شرطونه ومني.

تر دې هم مهمه دا ده چې امریکا اوس له جیوپولیټیکي محدودیتونو سره مخ ده. واشنګټن په هم‌مهاله توګه له چین او روسیې سره په سیالیو بوخت دی او په لوېدیځه اسیا کې د یوې نوې ستړې کوونکې کړکېچ د رامنځته کولو ظرفیت نه لري. سربېره پر دې، د عراق او افغانستان ترخې تجربې لا هم د امریکا په ستراتیژیکه حافظه کې ژوندۍ دي. له ایران سره د شخړې د زیاتولو هره هڅه کولای شي د امریکا او د هغې د متحدینو لپاره نه اټکل کېدونکي اقتصادي او امنیتي لګښتونه رامنځته کړي.

له همدې امله، هغه څه چې سي‌ان‌ان یې «سرګرداني» بولي، په حقیقت کې د یوې ژورې ستونزې نښه ده؛ او هغه د واشنګټن ناتواني ده چې پوځي برلاسی په سیاسي لاسته راوړنې بدل کړي. ټرمپ له څلوېښت ورځنۍ جګړې وروسته ونه توانېد چې ایران ستراتیژیک شاتګ ته اړ کړي، او نه یې وکولای شول له جګړې وروسته هوکړې لپاره یو روښانه چوکاټ جوړ کړي. هغه اوس د دوو انتخابونو ترمنځ بند پاتې دی؛ یا یوه واقعبینه هوکړه چې ښايي د امریکا له لومړنیو تمو کمه وي، او یا د فشارونو دوام چې کېدای شي د یوې بلې ډیپلوماتیکې ماتې لامل شي.

له دې نظره، د ایران د اټومي دوسیې په اړه د ټرمپ سرګیچي یوازې یوه سیاسي ناهماهنګي نه ده، بلکې د امریکا د جیوپولیټیکو هیلو او د ایران د قدرت د میداني واقعیتونو ترمنځ د واټن او شکاف انعکاس دی.

واشنګټن لا هم د داسې یوې هوکړې په لټه کې دی چې وکولای شي هغه د «بریا» په توګه معرفي کړي، خو اصلي مسئله دا ده چې له جګړې وروسته ایران، تر بل هر وخت زیات دا ښودلې ده چې چمتو نه دی خپل امنیت او ستراتیژیک ظرفیت، د یوې بې‌ثباته او ناپایدارې هوکړې په بدل کې معامله کړي.