وحشي دښمن دې په لبنان کې جنایتونو ته دوام نه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173656-وحشي_دښمن_دې_په_لبنان_کې_جنایتونو_ته_دوام_نه_ورکوي
زمونږخبریال راپور راکړ،  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ ویندوي سردار شکارچي خبرداری ورکړ، د ایران د وسلوالو ځواکونو لپاره به  په لبنان کې د جنایتونو  دوام د زغملو وړ نه وي.  
(last modified 2026-06-01T11:53:23+00:00 )
Jun 01, 2026 15:47 Asia/Kabul
  •  وحشي دښمن دې په لبنان کې جنایتونو ته دوام نه ورکوي

زمونږخبریال راپور راکړ،  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ ویندوي سردار شکارچي خبرداری ورکړ، د ایران د وسلوالو ځواکونو لپاره به  په لبنان کې د جنایتونو  دوام د زغملو وړ نه وي.  

په راپور کې راغلي دي ، سردار شکارچي په لبنان کې د وحشي  صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په باب یو پیغام صادر کړی  چې پکې ئې لیکلي دي، ماشوم وژونکی  او وحشی  صهیونیسټي رژيم  د اوربند له فرصته په ناوړه استفادې  او د لبنان په خاورې په ښکاره تیریو سره ، د ماشومانو او ښځو پشمول  څه دپاسه درې زره  بې ګناه عام خلک په وینو کې لیت پیت کړي دي . په داسې حال کې چې   د لویدیځي هیوادونو واکوالانو  په دغو بشری ضد جنایتونو سترګې پټې کړي او  یا ئې ترې ملاتړ  کړی دی.

  هغه په زغرده وئيلي دي ، د صهیونیسټ وحشي رژيم جنایتکارو  مشرانو  او د هغوي ملاتړو ته  خبرداری ورکوو ،  د لبنان په ضد د وحشي ډوله جنایتونو دوام به د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو لپاره د زغملو وړ نه وي.