-
په غزه کښې سونګ او د استعمال شیان ختم شوي، په نویو بریدونو کښې ۱۸۰ ماشومان شهیدان شول
Mar 27, 2025 04:00فلسطیني او په ملګرو ملتو پورې اړونده سرچینو د غزې اوسیدونکو ته د سونګو، خوړو او د حښلو د اوبو د نه رسیدو په وجه د دغې سیمې د خطرناکو حالاتو خبر ورکړی دی.
-
پزشکیان: خلک دې د قدس په ورځ خپل وحدت او یوزړه توب نړیوالو ته وښايي
Mar 27, 2025 03:49ولسمشر د قدس ورځې رارسېدو او د دې اسلامي او نړیوال فرصت د لمانځلو په اړه وویل: "زه هیله لرم چې د خلکو په پراخ شتون سره به د قدس یوه ځلانده ورځ ولرو، او خلک به په دې ورځ نړۍ ته خپل یووالي او پیوستون وښيي."
-
پاکستان: اسراییل په رسمیت نه پیژنو
Mar 26, 2025 11:10د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د فلسطیني دولت د جوړېدو کلک ملاتړ کوي او هیڅکله به د اسراییلو رژیم په رسمیت ونه پیژني.
-
یمنیانو د ټرومن په الوتکې وړونکې بېړۍ او د اسراییلورژیم پوځي اهداف په نښه کړل
Mar 26, 2025 10:51د پارس ټوډې د راپور له مخې، د یمن وسله والو ځواکونو نن سهار په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې، د یمن توغندیو، ډرون او سمندري یونټونو په تیرو څو ساعتونو کې په ګډو عملیاتو کې، په سره سمندر کې د ټرومن الوتکې وړونکې بېړۍ او یو شمېر امریکایي پوځي کښتۍ په نښه کړې، چې له هغې پر دغه هېواد بریدونه پیل شوي وو.
-
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال د فوټبال د ملي لوبډلې د پرتمینې بریا مبارکي وویله
Mar 26, 2025 10:27د ایران د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام لپاره د وړتیا ترلاسه کولو وروسته، د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلی عارف د فوټبال د ملي لوبډلې مشر روزونکي ته په یوه تلیفوني اړیکه کې د ټیم د وړتیا مبارکي وویله.
-
ملګرو ملتو په ترکیه کې د معترضانو په نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړه
Mar 26, 2025 08:38هغه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه د کورنۍ په ضدد ځینو لاریون کوونکو سپکاوي ته په اشارې سره وویل: "پولیس به د پاتې شکمنو کسانو د نیولو لپاره اقدام وکړي.
-
طالبانو په کابل کې د امریکا او په واشنګټن کې د افغانستان د سفارتونو د پرانیستلو غوښتنه کړې
Mar 26, 2025 08:23مجاهد وویل چې له امریکایي چارواکو یې غوښتنه کړې چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاري او همداراز، د امریکا سفارت په کابل کې بېرته پرانیزي
-
محمد صادق: اسحاق ډار له طالبانو سره له خبرو اترو خوشحاله شوی
Mar 25, 2025 03:57د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار له طالبانو سره له خبرو اترو خوښي ښودلې ده.
-
عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو پروسه به تدریجي او باعزته وي
Mar 25, 2025 03:51د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ایران د افغان کډوالو د وتلو لپاره له افغان چارواکو سره د ګډ پلان د پراختیا اعلان وکړ.
-
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې له نري رنځ سره پر مبارزې ټینګار وکړ
Mar 24, 2025 12:41روغتیا نړیوال سازمان د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د دې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپل ملاتړ ژمنه تازه کړه.