پاکستان: اسراییل په رسمیت نه پیژنو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د فلسطیني دولت د جوړېدو کلک ملاتړ کوي او هیڅکله به د اسراییلو رژیم په رسمیت ونه پیژني.
پارس ټوډې د ایرنا په حواله راپور ورکوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د اسلام آباد حکومت د ځینو پاکستاني خبریالانو د اشغال شوي فلسطین ته د وروستي سفر مسله په جدي توګه څیړلې او روښانه کړې یې ده چې د پاکستان پاسپورټونه اسراییلو ته د سفر لپاره اعتبار نلري او دا سفر یو غیرقانوني اقدام ګڼل کیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: "دا ډول سفر د موجوده مقرراتو له مخې ممکن نه دی، له همدې امله، د اسراییلو په وړاندې د پاکستان دریځ بدل شوی نه دی او موږ دا رژیم په رسمیت نه پیژنو."
شفقت علي خان وویل پاکستان د ملګرو ملتونو د اړوندو پریکړو او د فلسطیني خلکو له هیلو سره سم د فلسطین د مسلې د عادلانه او سوله ایز حل لپاره خپله نه ماتېدونکې ژمنه بیا تکراروي.