-
د ایران د کورنیو چارو وزارت: ۲۸۰ زره افغان زدهکوونکي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي
Oct 26, 2025 03:59د ایران د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د پرون وویل چې ۲۸۰ زره افغان زدهکوونکي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي او د روان تعلیمي کال لپاره «تر اوسه د بهرنیو اتباعو ۳۲۰ زره زدهکوونکو په ښوونځیو کې نوملیکنه کړې ده».
-
جرمني د افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیلوي
Oct 26, 2025 03:56د جرمني د ایالتونو مشرانو په ماینز کې د "د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس" کې د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه.
-
کوالالمپور کښې هم د ټرمپ خلاف پراخې مظاهرې وشوې
Oct 26, 2025 03:53پارس ټوډې - په کوالالمپور کې له آسیان سرمشریزې سره په یو وخت، زرګونه ملایشیایی وګړي د فلسطین له بیرغونو او د ټرمپ ضد شعارونو سره سړکونو ته راووتل ترڅو د فلسطین په اړه د امریکا د ولسمشر او واشنګټن د پالیسیو په وړاندې خپل اعتراض څرګند کړي.
-
په ترکیه کې د نتنیاهو سمبولیک اعدام؛ د ترابزون کارګرانو د غزې د جنایتونو خلاف اعتراضي لاریون وکړ
Oct 26, 2025 03:51پارس ټوډې - د ترکیې په ترابزون ښار کې، ساختماني کارګرانو په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جرمونو او جنایتونو خلاف خپله غوسه په سمبولیک عمل کې د "بنیامین نتنیاهو" د ګواډاګي په کرین ځړولو سره څرګنده کړه.
-
لاریجاني: د اسرائیلو په حساسو اهدافو د ایران د ۴۵ توغندیو لګیدل تایید شوي دي
Oct 26, 2025 01:17پارس ټوډی- د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د صهیونیسټي رژیم په رسمي سرچینو باندې په استناد سره وویل چې په ۱۲ ورځني جنګ کښې د ایران له خوا توغول شوي ۴۵ توغندي، د اسرائيلو د رژيم په حساسو سیمو باندې لګیدلي دي.
-
آنروا موسیسه ولې په غزه کې د سیاسي دباؤنو په نښه شوې؟
Oct 25, 2025 11:31آنروا (UNRWA) چې د فلسطینيو کډوالو لپاره د امدادرسانۍ او د کارکسب د موندولو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړې اداره ده، په تیره بیا له تېر کل راهیسې ئې د اسرائیلو او د متحده ایالاتو په څېر دهغو د متحدانو له خوا دله ډیرو سیاسي دباؤنو سره مخ شوې ده..دادباؤنه ډېرې ادعاوې لري چې آنروا له حماس سره تړاو لري، خو ملګرو ملتو دا ادعاوې رد کړې دي او وایي چې د دې ادعاوو لپاره کوم معتبر ثبوت نشته.
-
په قاهره کې فلسطیني مشران: صهیونیسټي نیواکګر باید له غزې ووځي
Oct 25, 2025 10:38پارس ټوډې- د فلسطیني مبارزو ډلو مشران له غزې څخه د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرو عسکرو د وتلو، د اوربند د بشپړ اجرا کولو او د غزې د بیا رغونې پر پیل ټینګار کړی دی.
-
د اصفهان پوهنتون،د نړۍ په کلتوري پلازمینې کې د ایران علمي قطب
Oct 25, 2025 09:43پارس ټوډی- د اصفهان پوهنتون،د ایران یو ترټولو باؤري پوهنتون دی چې په انګریزي ژبې په ډول ډول څانګو کې له درستې نړئ څخه د نړیوالو محصیلینو کوربه دی.
-
د نړۍ د پارلیمانو پایزه اعلامیه،د نړیوالوبشري قوانینو پرپیاوړتیا ټینګار
Oct 25, 2025 08:59پارس ټوډی - د نړئ د پارلمانونو نړیوالې ټولنې (IPU) په ۱۵۱ غونډې پایزې اعلامیې کې د سولې په پراختیا کې د پارلماني ډیپلوماسۍ پر لوي رول ټینګار شوی او له ټولو هېوادونو غوښتل شوي چې د بشري مرستو له سیاسي کولو څخه دې ډډه وکړي او د نړیوالو بشري قوانینو اصول دې مراعات کړي.
-
پاکستان وايي د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستان سره لارې نه پرانیزي
Oct 25, 2025 03:31د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر حسین اندرابي، اسلاماباد کې په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، دغه پرېکړه “د تېرې اوونۍ امنیتي وضعیت ته په کتو” شوې ده او ټینګار یې وکړ چې “د عادي پاکستاني وګړو د ژوند خوندي توب، تر سوداګرۍ او توکو تر ترانزیت ډېر مهم دي.