روسیه: افغانستان او پاکستان دې اختلافات له سفارتي لارې حل کړي
Mar 20, 2026 09:40 Asia/Kabul
د روسیې د خارجه وزارت ویاندې وویل چې ماسکو د پاکستان او طالبانو ترمینځ د نښتو دوام، په اندیښنې سره تعقیبوي.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» وویل چې ماسکو د پاکستان او طالبانو ترمینځ د نښتو دوام په اندیښنې سره تعقیبوي، د هغو نښتو چې د ملکي وګړو لپاره یې غمیزه ناکې پایلې لرلې دي.
هغې په کابل باندې د پاکستان وروستۍ هوايی حملې ته په اشارې سره هغه یوه غمیزه ناکه پیښه وبلله او ویې ویل چې د رپورټونو له مخې په دغه برید کښې کابلو ۴۰۰ کسان وژل شوي او دوه نیم سوه نور ژوبل شوي دي.
طالبانو ویلي دي چې د کوچني اختر په مناسبت یې له پاکستان سره اوربند کړی دی.
ټیګونه