Jun 03, 2023 15:03
فایننشل ټایمز تېره میاشت چین ته د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) د مشر ویلیام برنز د پټ سفر په اړه راپور ورکړی او لیکلي یې دي: د جوبایډن د ادارې د تر ټولو باوري چارواکي سفر، د سپینې ماڼۍ د اندېښنې د شدت څرګندونه کوي. د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د اړیکو د خرابېدو په اړه دا لیدنه د لوړ پوړو چارواکو په کچه، د بیجینګ سره د اړیکو لپاره د واشنګټن د هڅو سره یو ځای، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په موخه ترسره شوې ده.