Jun 01, 2024 14:07
د پارس ټو ډې له راپور سره سم د ایران د پروګرام او بودجې د ادارې د ځمکې د امایش او سیمه ایزې پراختیا مشر سید جعفر حسینی په تیرو شلو کلونو کښې عراق ته د ایران د صادراتو د ۱۵ چنده زیاتیدو په اعلانولو سره وویل: د خدماتو په شمول د ایران دوه زره دوه سوه شیان عراق ته صادر شوی دی. د تخنيکي او انجنيري او بريښنا په برخه کې د دغه صادراتو ارزښت څه باندې ۱۲ میليارډو ډالرو ته رسيږي.