-
د ټرمپ څرګندونو ته د پزشکیان ځواب: د یرغلګرو تر بشپړ پښېمانۍ پورې مقاومت ته دوام ورکوو
Sep 08, 2026 15:29پارس ټوډی - د ایران ولسمشر د ډونالډ ټرمپ د ناسمې څرګندونې په ځواب کې لیکلي: د ایران اسلامي جمهوریت به د یرغلګرو تر بشپړې پښېمانۍ پورې په ټینګه مقاومت ته دوام ورکړي او د ایران د ستر ملت د حقونو ساتنه به وکړي.
-
پزشکیان: د سیمهییزې همکارۍ په برخه کې مو ګټورې او اغېزمنې سلا مشورې درلودې
Sep 02, 2026 12:19پارس ټوډی ـ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې په غونډه کې د خپل ګډون، ترسره شویو لیدنو او سیمهییزو همکاریو په اړه د شویو سلا مشورو پایلې او لاسته راوړنې ګټورې او اغېزمنې وبللې.
-
د ایران او روسیې دوه اړخیزې اړیکې به لاژورې او پیاوړي شي
Sep 02, 2026 04:54پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمسعود پزشکیان وویل: د ایران او روسیې ترمنځ اړیکه یوه عادي اړیکه نه ده، بلکې دا اړیکې ســټراتېژیکې او پر ګډو ګټو او مصلحتونو ولاړې دي.
-
د ایران او اذربایجان د ولسمشرانو لیدنه؛ د اړیکو په پراختیا او ژورتیا ټینګار وشه
Sep 01, 2026 06:21پارسټودي ـ د ایران او اذربایجان جمهوریت ولسمشرانو د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې د شانګهای همکاریو سازمان او شانګهای پلس د غړو هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل او خبرې یې وکړې.
-
پزشکیان: د ایران د ځوانانو د والیبال ملي لوبډلې اتلولي د استعداد او پر ځان باور څرګندونه ده
Aug 30, 2026 14:10پارس ټوډی ـ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د قطر په نړیوالو سیالیو کې د ایران د ځوانانو د والیبال ملي لوبډلې د اتلولۍ له امله ټولو لوبغاړو، روزونکو، فني کارکوونکو، د هغوی کورنیو او د ایران ورزشي ټولنې ته مبارکي ویلې ده.
-
ډاډ ورکوو چې په بشپړ یووالي او انسجام سره به د هېواد د اقتدار او عزت ساتنه کوو
Aug 29, 2026 06:46د ایران ستر ملت او قدرمن او معظم رهبر ته ډاډ ورکوو چې په بشپړ یووالي او انسجام سره، د هېواد له نورو قواوو سره یوځای به ان شاا...، د غوړېدو او پرمختګ په لاره کې د هېواد د اقتدار او عزت ساتونکي واوسو.
-
د اسلامي هېوادونو د همغږۍپیاوړتیا د سیمې د ثبات د ټینګښت لامل کېږي
Aug 26, 2026 05:36پارستودي ــ د ایران ولسمشر د سیمې پراخو زېرمو او سترو شتمنیو ته په اشارې خبرداری ورکړی چې دښمنان دغو شتمنیو ته د طمې په سترګه ګوري او د ترلاسه کولو لپاره ئې د اختلاف، جنګ او شخړو د رامنځته کولو هڅه کوي. هغه ټینګار وکړ چې د دې وضعیت پر وړاندې د مقابلې یوازینۍ لار د اسلامي هېوادونو هوښیارتیا او یووالی ساتل دي.
-
پزشکیان: نړۍ د ایران قدرت ته حیرانه شوې ده
Aug 23, 2026 14:18پارس ټوډی - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، دښمنانو اټکل کړی و چې که پر ایران برید وکړي، دغه هېواد به په ونزویلا بدل شي؛ خو نه یوازې داسې ونه شول، بلکې ایران په داسې ځواک بدل شو چې نړۍ یې د مقاومت، یووالي او پیوستون له امله حیرانه کړه.
-
پزشکیان: د روغتیايي ټولنې حماسې به هېڅکله هېرې نه شي
Aug 23, 2026 14:26د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، هغه حماسې چې د روغتیايي ټولنې غړو د ۱۲ ورځنۍ جګړې، رمضان او تر هغې وړاندې ترسره کړې، هېروونکې نه دي.
-
سرلشکر عبداللهي: د روغتیايي کارکوونکو مېړانې د ایران د خلکو په تاریخي حافظه کې تلپاتی دی
Aug 23, 2026 14:23د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز سرلشکر علي عبداللهي د ډاکټر د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، د روغتیايي کارکوونکو مېړانې د ایران د خلکو په تاریخي حافظه کې تلپاتې بللي.