-
اروپائي ټرائيکا نړیوالې ایټمی موافقې ته ژمنتیاپوره کوي
Nov 24, 2020 08:52دا خبر په داسې حال کې خپریږي ، چې اروپائي لورو تر دې دمه د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې په مادو کې پخپلو یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی، حال دا چې دا یوازې اسلامی ایران دی چې ددغې نړیوالې موافقې دژمنتیاؤ په اساس پخپلو درستو دندو عمل کړی او نور ئې خپلو ژمنتیاؤباندې عمل کولو ته بللي دي .
-
په لاهور او باجوړ کې ځان مرګی او څوجنایتکار له جنایته مخکې هلاک شول
Nov 24, 2020 08:48ځان مرګي کس چې نیّت ئې درلودد لاهور په بَرَکي سړک باندې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې د ادارې مرکز ته ننوځي ، د ساتونکو په موقعې غبرګون سره مخ شو او په ټکه ووژل شو .
-
په پرَدیو باندې هیڅ اطمینان او باور نشي کیدلی
Nov 24, 2020 12:47حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي پر بندیزونو د غلبې او دهغو د بې اغیزه کونې لارې ته په اشارې سره ووئیل ، دغه لاره ممکنه ده ، د کار په پیل کې سختیانې او مشکلات ولرل شي ، خو په زیار او نوښت سره او د مشکلاتو په مقابل کې په کلکې دریدا سره پر بندیزونو غلبه کیدلی شي
-
په ایران کې په کرونا نور ۴۸۳ککړکسان قرباني شول
Nov 24, 2020 12:02په نړۍ کې تردې دمه په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر کابو شپیته میلیونو ته رسیدلی چې له دوي لږترلږه یو میلیون څلور لکه درې زره کسان د کروناویروس قرباني شوي او څه دپاسه یو څلویښت میلیون نور هم په درملنې پسې ښه ااو له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
-
د یمن کلابندي او د تیریو دوام به بې ځوابه پاتې نشي
Nov 24, 2020 11:44د یمن د پوځ توغندوي یونټ پرون سهار وختي په قدس دوه ډوله ټوغندي سره د عربستان په جده ښار کې د آرامکو تیلی شرکت چاڼځاي په شیشت کې راوست او پکې اور ولګید.
-
د قطر د خبرواترو بندون ختم شوی نه دی
Nov 24, 2020 11:26څو ورځې مخکې په افغانستان کې ځينو خبری سرچینو وئيلي وو ،چې د دوحې دخبرواترو بندون ختم شوی دی او د افغانستان حکومت له خپلو دریځونو څخه په شاتګ سره دامریکا او طالبانوډلې د موافقې اساس ګرځول منلي دي .
-
عربستان ته د نتن یاهو د سفر پایله په سیمې کې بې ثباتي ده
Nov 24, 2020 11:07د صهونیسټ رژيم سرچینو د دوشنبې په ورځې په ریاض کې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو له شتون سره په یووخت عربستان ته د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر او د موساد د ځینو چارواکو د پټ سفر خبر ورکړی دی
-
جو بایډن د خپلې احتمالي کابینې ځینې مهم غړي اعلان کړل
Nov 24, 2020 02:11د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن پرون د راتلونکي حکومت لپاره د خپل ملي امنیت او بهرني سیاست ټیم معرفي کړ.
-
د افغانستان دسولې دخبرواترو د بندون د ختمیدا په باب ګمانونه
Nov 23, 2020 12:50اصلي اختلاف له هغه ځایه پیل شوی چې طالبانو له امریکا سره ددغې ډلې د سلوې د موافقې په اساس ګرځولو چې څومیاشتوې مخکې په دوحې کې لاس لیک شوي،ټينګار درلودل پیل کړل . خو د افغانستان د اسلامی جمهوریت پلاوي دا ونه منله . په همدې دلیل په تیرو وروستیو څو اونیو کې خبرې اترې بندون ته وکاږل شوې او د دواړو پلاؤ او د تماس ټیمونو لیده کاته ودریدل .
-
د امریکا د ولسمشر اقدامات د کودتا لپاره هڅه ده
Nov 23, 2020 10:34زمونږ خبریال وايي د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو د لغو کولو لپاره د ولسمشر ټرمپ په اقداماتو باندې د نیوکې په ترڅ کښې وویل دغه اقدامات د کودتا لپاره له تاوتریخوالي پرته هڅه ده .