جو بایډن د خپلې احتمالي کابینې ځینې مهم غړي اعلان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94386-جو_بایډن_د_خپلې_احتمالي_کابینې_ځینې_مهم_غړي_اعلان_کړل
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن پرون د راتلونکي حکومت لپاره د خپل ملي امنیت او بهرني سیاست ټیم معرفي کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2020 02:11 Asia/Kabul
  • جو بایډن د خپلې احتمالي کابینې ځینې مهم غړي اعلان کړل

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن پرون د راتلونکي حکومت لپاره د خپل ملي امنیت او بهرني سیاست ټیم معرفي کړ.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن پرون د راتلونکي حکومت لپاره د خپل ملي امنیت او بهرني سیاست ټیم معرفي کړ.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ویبپاڼې خپور کړی، انتوني بلینکن د بهرنیو چارو وزیر، جیک سالیفن د ملي امنیت سلاکار، لیندا توماس ګرینفیلډ په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازې او جان کیري په اقلیمي چارو کې د ولسمشر ځانکړی استازی او د ملي امنیت شورا غړی اعلان شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر به په اقلیمي شورا کې ځانګړی استازی لري چې ورسره په یو وخت به د ملي امنیت شورا غړیتوب لري.

ولسمشر ټرمپ اقلیمي مسایلو ته ډېر پام نه کاوه.

د ټرمپ حکومت سږ کال رسماً د پاریس د چاپېریال ساتنې له تړونه ووت.

منتخب ولسمشر جو بایډن په خپلو انتخاباتي مبارزو کې ژمنه کړې وه چې که بریالی شو د پاریس اقلیمي تړون ته به بېرته ستون شي.