-
د افغانانو په ګډون۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي
Sep 16, 2023 09:31د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.
-
روسیې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو پر کمولو او له اوکراین سره د مرستو پر زیاتولو سختې نیوکې وکړې
Sep 16, 2023 09:22په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا له افغانستان سره د اوکراین په پرتله د نړیوالې ټولنې په کمو مرستو نیوکه وکړه او وویل چې اوکراین سږ کال له ملګرو ملتونو څخه ۱.۸۳ میلیارده ډالره بشري مرستې ترلاسه کړې، چې دا د افغانستان له مرستو یو میلیارد زیات دي.
-
قوش تېپې کانال د مرکزي آسیا د اوبو وېش زیانمنولی شي
Sep 16, 2023 08:34د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف د مرکزي آسیا هېوادونو سرمشریزه کې د قوش تېپې کانال په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي چې دا پروژه مرکزي آسیا کې د اوبو وېش زیانمنولی شي.
-
امریکا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده
Sep 16, 2023 08:29امریکا یوځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه وکړه.
-
په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله اوښتې مرګ ژوبله
Sep 16, 2023 08:14چارواکي وايي چې په یادو ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې لږ ترلږه ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نور جزئیات زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
حامد کرزي د امریکا له ځانګړي استازي سره ټلفوني خبرې کړي دي
Sep 16, 2023 08:02پخواني ولسمشر حامد کرزي د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره خبرې کړې دي. د ښاغلي کرزي پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې په دې خبرو کې د اقتصادي ودې او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو او هلکانو د زدهکړو پر اهمیت ټينګار شوی دی. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.
-
ننګرهار کې سلګونه ځوانان له حرفوي زده کړو فارغ او ورته د کار وسایل ورکړل شول
Sep 16, 2023 07:30فارغ شوي ځوانان وایي چې اوس کولاې شي په اړونده حرفه کې په خپل مټ د کار کولو جوګه شي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
په دې ورځ انقلابي شاعر اجمل خټک زېږېدلی
Sep 15, 2023 14:20له نن څخه ۹۷ کاله پخوا د ۱۹۲۶ م کال د سپټمبر په ۱۵ مه نامتو انقلابي شاعر اجمل خټک د پښتونخوا په اکوړه خټک کې وزېږېد.
-
د تعلیم د خپراوي ۳ افغان فعالان د سخاروف جایزې ته نومول شوي
Sep 15, 2023 09:53اروپايي پارلمان د سږ کال سخاروف جایزې ته درې افغانان نومولي چې د تعلیم د پراختیا لپاره یې هلې ځلې کړي دي.
-
د روغتیايي ستونزو کمولو لپاره دې له بهر مېشتو افغان متخصصینو څخه کار واخیستل شي
Sep 15, 2023 09:36د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي، د روغتیايي اړتیاوو پوره کېدو لپاره باید د ضرورت په وخت کې په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغان علمي او متخصصو کادرونو څخه استفاده وشي.