قوش تېپې کانال د مرکزي آسیا د اوبو وېش زیانمنولی شي
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف د مرکزي آسیا هېوادونو سرمشریزه کې د قوش تېپې کانال په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي چې دا پروژه مرکزي آسیا کې د اوبو وېش زیانمنولی شي.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، روسي رسنیو د نوموړي له قوله راپور ورکړی چې د قوش تېپې کانال د ټولو اړخونو د را سپړلو لپاره یې د یوې ګډې کاري ډلې وړاندیز هم کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت د یاد کانال د جوړولو چارو ته زور ورکړی دی.
د سرپرست حکومت په وینا، د قوش تېپې کانال په پروژه کې نږدې ۵ زره ۵۰۰ تنه شپه او ورځ په کار بوخت دي.
له ۳ زره ۳۰۰ ډېرو بلدوزرونو او نورو وسایلو څخه د دې کانال په کیندلو کې کار اخیستل کېږي.
دا کانال په هره ثانیه کې له امو سیند څخه ۶۵۰ مترمکعب اوبه انتقالولی شي.
د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.