-
د افغانستان متحدې جبهې په کندهار ښار کې پر طالبانو د برید ادعا وکړه
Sep 10, 2026 12:24زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې په کندهار ښار کې يې په يوه بريد کې يو طالب جنګيالی وژلی دی.
-
په کابل کښې د ایران د سفارت سرپرست له خارجه وزیر سره کتنه او خبرې وکړې
Sep 10, 2026 11:49ایلنا خبري اژانس راپور راکړی په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علیرضا بیګدلي له خارجه وزیر سید عباس عراقچي سره کتنه او خبرې وکړې.
-
هېڅ یوه هېواد ته اجازت نه ورکوو چې له ایران سره زمونږ اړیکې کمزورې کړي
Sep 07, 2026 13:03د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحا...مجاهد وايي، له ایران سره د افغانستان اړیکې ژورې او مهمې دي او هېڅ هېواد ته به اجازت ورنه کړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې کمزورې کړي.
-
په کابل پوليټکنیک پوهنتون کې د هوافضا او پرمختللو سیستمونو پوهنځی جوړېږي
Sep 07, 2026 07:52د لوړو زدهکړو وزیر پرون وویل چې وزارت یې بهرني استادان هم ګمارلي، خو د دغو استادانو د هېوادونو او دندو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
-
په لغمان ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله یوولس تنو ته مرګ ژوبله واوښته
Sep 03, 2026 11:46زمونږ خبریال راپور راکړی د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي، په دوه جلا ترافیکي پیښو کې یوولس تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
-
د امریکا د بشرضد جنایاتو لړۍ د افغانستان له ختیځه د ایران تر جنوبه روانه ده
Sep 03, 2026 11:33زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو پوځي نښتو په دوام کې، تهران د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو خبره کوي؛ خو ورسره هممهاله د ایران په سوېل کې د واده مراسمو د یوه امریکايي برید ښکار کېدو راپورونه خپاره شوي دي.
-
د افغانستان او ایران چارواکو د رېلپټلۍ پر همکاریو خبرې وکړې
Aug 31, 2026 14:48د افغانستان، د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس، مولوي عبدالکریم فاتح په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیګدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ اړوند پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.
-
ایران او طالبانو د پټرولیم او ګیس په برخه کښې د ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ
Aug 31, 2026 13:52د طالبانو یو چارواکي او په کابل کې د ایران سفیر د کانونو او تیلو په برخو کې د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل له لارې سوداګري ۹ برابره زیاته شوې
Aug 24, 2026 12:11زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان او ایران ترمنځ په وروستیو کې د قونسلي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا هڅې زیاتې شوې دي.
-
په شمالي ولایت جوزجان کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو نور حال په راپور کښې لرو
Aug 24, 2026 11:57زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي، موخه یې د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا او د پلور لپاره د بازار موندل دي.