د افغانستان او ایران چارواکو د رېل‌پټلۍ پر همکاریو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177472-د_افغانستان_او_ایران_چارواکو_د_رېل_پټلۍ_پر_همکاریو_خبرې_وکړې
د افغانستان، د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس، مولوي عبدالکریم فاتح په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیګدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ اړوند پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.
(last modified 2026-08-31T10:26:13+00:00 )
Aug 31, 2026 14:48 Asia/Kabul

د افغانستان، د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس، مولوي عبدالکریم فاتح په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیګدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ اړوند پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.

په دغه ليدنه کې، بیګدلي ویلي چې یو شمېر ایراني او نور بهرني پانګه‌وال لېوالتیا لري چې د بلخ–هرات د اوسپنې پټلۍ په رغولو کې پانګونه وکړي.

بیکدلي همداراز ویلي چې دا مهال د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې څخه په میاشتني ډول شاوخوا ۱۲۰ زره مټریک ټنه انتقالات ترسره کړي او دوی هڅه کوي چې په راتلونکي کې دغه کچه ۱۶۰ زره مټریک ټنو ته لوړه کړي.

په همدې حال کې، د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ویلي چې دوی د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د بهرنیو پانګه‌والو د چمتووالي هرکلی او ملاتړ کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه عنایت‌الله عادل وايي، د ايران او افغانستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د شبکې غځول  د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم ګام دی.

نوموړی وايي، د رېلي زیربناوو پراختیا به د افغانستان د ترانزیټي ظرفیتونو په لوړولو او له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو په پراختیا کې مهم رول ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټولګټو وزارت په پنځو مهمو مسیرونو کې د ۱۵۳۷ کیلومتره نوې رېل‌پټلۍ د سروی او ډیزاین چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د سروی او ډیزاین په دغو پنځو مسیرونو کې تورغونډۍ–هرات، هرات–کندهار، کندهار–سپین‌بولدک، کابل–کندهار او اندخوی–شبرغان شامل دي.