-
يو چينايي شرکت غواړي د برښنا د توليد په برخه کې پانګونه وکړي
Sep 14, 2023 01:41د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور د چين د ((چيندو)) شرکت او د هريرود ودانيز شرکت له استازو سره وکتل.
-
ورځپاڼو ته کتنه
Sep 13, 2023 10:43د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
امریکا د افغانستان له ښاریزو سره په ژمنې عمل نه دی کړی
Sep 03, 2023 07:19تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان سلګونو زره ښاریز له دغه هیواده د امریکا د عسکرو له وتلو وروسته هماغه راز په امریکا کښې د بیا هستوګن کولو د ژمنې د تحقق هڅه کوي.
-
افغانستان کې له زده کړو محرمو یو شمېر نجونو پاکستان ته مخه کړې
Sep 02, 2023 04:27په تېرو دوو کلونو کې یو شمېر افغانې نجونې له خپلو کورنیو سره پاکستان ته کډه شوي او د هغه هېواد په ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو کې په زده کړه بوختې دي.
-
د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي مشر له چابهار- زاهدان- نیمروز د وسپنې پټلۍ له پروژې څخه لیدنه وکړه
Sep 02, 2023 01:57د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي مشر ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي له چابهار- زاهدان- نیمروز /میلک د وسپنې پټلۍ له پروژې څخه چې اوسمهال يې په ایران کې د جوړونې چارې دوام لري؛ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
-
د افغانستان بانک مشر په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شوی
Sep 02, 2023 01:49د افغانستان بانک وياند حسيب الله نوري وایي، چې د دې بانک سرپرست هدایت الله بدري د کندهار - هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله په سطحي ډول ټپي شوی او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
-
د 7 لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسلیک شول
Sep 02, 2023 01:47د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین د لاور د ملاعبدالغني برادر آخند په شتون کې د ۷ لویو کانونو د پروسس او استخراج تړونونه د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړل.
-
په کابل ښار کې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب شوي دي
Aug 31, 2023 07:55طالبان وايي، چې د کابل په ګډون د هېواد په نورو مهمو ښارونو کې یې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب کړي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیويي کليپ کې ویلي، چې د یادو امنیتي کمرو پر مټ یې ګڼشمېر جرم کوونکي نیولي دي. نور حال زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د نورستان ولایت په طبیعي ځنګلونو کې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي
Aug 31, 2023 07:39د نورستان ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې مشر سرتاج الدین وایي چې دا اور لګیدنه د نورستان په ختیځ برګمټال ولسوالۍ اړوند د نیک موک په سیمه کې رامنځته شوې، چې تر دې مهاله د نوموړي په وینا، شپیته جریبه ځنګل سوځېدلی دی. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
د افغانستان بېلابېل خواړه او نورې ښکلې برخې
Aug 30, 2023 10:36په دې ویډیو کې تاسو د افغانستان د بېلابېلو خوړو، تازه میوو، قابلي پلو، وچې ډوډۍ او داسې نورو برخو سره آشنا کېږئ.