له ترهګرۍ سره پریکنده مبارزه یوه نړیواله اړتیا ده
Oct 06, 2023 10:16 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي شورا مشر د ترهګرۍ له ناوړه ښکارنده سره پریکنده او مسئولانه مبارزه یوه نړیواله اړتیا وبلله.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په حمص ولایت کې د سوریې د پوځي افسرانو د پوهنتون د فراغت په مراسمو کې د بې پیلوټه الوتکې د برید په تړاو د سوریې د پارلمان مشر ته په یوه پیغام کې دغه جنایت وغانده.
د دغه پيغام په دوام کې ويل شوي چې دغه شان غير انساني کړنې، تر بل هر وخت زيات د تروريزم له ناوړه پديدې سره په قاطع او مسئولانه توګه د مبارزې په لاره کې د نړيوالې ټولنې او د سيمې د هېوادونو د همکاريو جدي هوډ او اراده څرګندوي.
ټیګونه