د رڼا سرچینې ۱۹۰ ( د ولایت منل)
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i176768-د_رڼا_سرچینې_۱۹۰_(_د_ولایت_منل)
درنو لوستونکو!  د رڼا سرچینې په ۱۹۰ پروګرام کې به درته د معارج سورت د لومړیو درې ایتونو د نزول د شان په اړه معلومات درسره شریک کړو.
(last modified 2026-08-18T08:01:04+00:00 )
Aug 18, 2026 12:26 Asia/Kabul

درنو لوستونکو!  د رڼا سرچینې په ۱۹۰ پروګرام کې به درته د معارج سورت د لومړیو درې ایتونو د نزول د شان په اړه معلومات درسره شریک کړو.

د مائده سورت په ۶۷م ایت کې راغلي

«یَا أَیُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَیْکَ مِن رَّبِّکَ»

اې رسوله! هغه څه چې ستا د پالونکي له لوري پر تا نازل شوي دي، خلکو ته یې ورسوه.

دا د وحې د پرښتې هغه غږ و چې د پیغمبر (ص) غوږونو او زړه ته یې رساوه. محمد (ص)، د الله رسول او امین، اندېښمن و. داسې ښکارېده چې له یوه څه وېرېده. هغه د اسلام د راتلونکي په اړه اندېښمن و.

له همدې امله یې د دې پیغام رسول وځنډول، څو په مناسب وخت کې دا الهي فرمان خلکو ته ورسوي. خو الهي استازی یو ځل بیا نازل شو او د خدای پیغام یې راوړ چې:

اې رسوله! هغه څه چې ستا د پالونکي له لوري پر تا نازل شوي دي، خلکو ته یې ورسوه.

بیا یې په جدي ګواښ سره وفرمایل:

«وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ»

که داسې ونه کړې، نو د هغه رسالت دې نه دی رسولی! او خپله دنده دې نه ده ترسره کړې!

بیا یې د هغه پیغمبر د ډاډ او د هغه د اندېښنې د لرې کولو لپاره، چې خپل ټول وجود یې اسلام او د خدای دین ته وقف کړی و، وفرمایل:

«وَاللّهُ یَعْصِمُکَ مِنَ النَّاسِ»

الله به تا د هغو کسانو له زیان څخه وساتي چې ته وېره لرې، ښايي تا ته زیان ورسوي!

د اذان غږ په فضا کې خپور شو.

الله اکبر... الله اکبر...اشهد ان لا اله الا الله...اشهد ان محمد رسول الله...

حاجیانو د غدیر خُم په سیمه کې د ماسپښین لمونځ په جماعت ادا کړ  او وروسته  یې د اوښانو د بار وړلو وسایلو څخه، پر کلکو ډبرو باندې، د دښتې په زړه کې یو طبیعي منبر جوړ شو.

رسول الله (ص) د منبر پر سر ودرېد او علي بن ابي‌طالب یې راوغوښت او هغه ته یې امر وکړ چې یوازې د زینې یو اړکی،  تر ده لاندې، د ده په ښي اړخ کې ودرېږي.

حضرت محمد مصطفی (ص) خپله وروستۍ رسمي وینا په سخته ګرمه هوا کې، د هغو ګڼو خلکو په وړاندې پیل کړه چې د حج مناسک یې ادا کړي وو.

څو کسانو د هغه خبرې په لوړ غږ تکرارولې. د هغوی غږونه، چې له یو بل څخه په واټن کې ولاړ وو، په فضا کې خپرېدل؛ په داسې ډول چې هر څوک په دښته کې و، حتی هغه کسان چې د خلکو د غونډې په شاوخوا کې ولاړ وو، یا د ګڼې ګوڼې او سختې ګرمۍ له امله خپلو خېمو ته تللي وو، د رسول الله (ص) غږ یې اورېد.

د وحې خبرې په لوړ غږ واوریدل کېدې چې:   اې خلکو! دا وروستی ځل دی چې زه په دې غونډه کې ستاسو په منځ کې ولاړ یم.

اې خلکو! الله ما خبر کړی چې زما د مرګ وخت نږدې شوی دی.

زه مسؤول یم او تاسو هم مسؤولیت لرئ. اوس له تاسو پوښتم؛ د الله په وړاندې به زما په اړه څه وایاست؟ ایا ما د رسالت دنده ترسره کړې او تاسو مې د حقې لارې او د خدای دین ته بللي یاست؟

خلکو په یوه غږ ځواب ورکړ:  موږ شاهدي ورکوو چې تا د الله پیغام ورساوه، نصیحت دې وکړ او ډېرې هڅې دې وکړې. الله دې درته غوره اجر درکړي!

د الله رسول (ص) یو ځل بیا د ټینګار لپاره وفرمایل:

ایا تاسو شاهدي ورکوئ چې له یو او بې‌ساري خدای پرته بل معبود نشته، او محمد د هغه بنده او رسول دی، او جنت، دوزخ، مرګ او قیامت حق دي او له هېڅ شک او تردید پرته به راشي؟

بیا هم خلکو په یوه غږ وویل:   هو، موږ پر دې ټولو شاهدي ورکوو.

رسول الله (ص) په همدې حال کې وفرمایل: خدایه! ته شاهد اوسه!

بیا یې وفرمایل: پوه شئ، زه به د قیامت په ورځ له تاسو څخه مخکې د کوثر حوض ته ورسېږم، او تاسو به هم وروسته هلته راشئ او له ما سره به یوځای شئ.  هغه یو پراخ حوض دی چې پر غاړه یې بې‌شمېره جامونه اېښودل شوي دي.

اوس چې د جزا او اجر ورځ راروانه ده او تاسو به د قیامت په ورځ له خپل پیغمبر سره یوځای شئ، نو پام وکړئ چې له هغو دوو درنو او ارزښتناکو امانتونو سره چې زه یې ستاسو په منځ کې پرېږدم، څنګه چلند کوئ.

له همدې امله، د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه یوه کس غږ وکړ: اې د الله رسوله! دا دوه ځایناستي چې ته یې یادوې، کوم دي؟

رسول اکرم (ص) ځواب ورکړ: د الله کتاب، چې یوه پرله‌پسې رسۍ ده؛ یوه خوا یې د هغه په لاس کې ده او بله خوا یې ستاسو په لاس کې ده، او بل زما د نبوت کورنۍ یا اهل بیت  ده.

نو د الله له کتاب او زما له اهل‌بیتو سره ټینګ اوسئ او له هغوی سره خپل تړاو مه پرېکوئ.

خوږ نبي اکرم ص وفرمایل: الله تعالی ما خبر کړی چې قرآن او زما اهل بیت به هېڅکله له یو بل څخه جلا نه شي، تر هغه چې د قیامت په ورځ د کوثر حوض تر څنګ ماته راشي.

نو تاسو ته سپارښتنه کوم چې دا دواړه قیمتي او ارزښتناک امانتونه شاته مه پرېږدئ، ځکه په هلاکت او بدبختۍ به اخته شئ، او له دواړو څخه هم مه لرې کېږئ، ځکه بد انجام به ولرئ.

د غدیر په فضا کې د رسول الله (ص) ټینګې او روښانه خبرې له داسې زړه څخه سرچینه اخیسته چې د هدایت له مینې ډک و.  د هغه خبرې د اصلاح او تلپاتې نېکمرغۍ بنسټ وې.

محمد (ص) د ټولو پیغمبرانو د ستړو کوښښونو او د خپلو ۲۳ کلنو مبارزو پایله په شاوخوا څلورو ساعتونو کې راټوله کړه او د دې سترې او وروستۍ دندې د تشریح پر مهال یې د حضرت علي (ع) لاس ونیو، پورته یې کړ او وفرمایل: اې خلکو! پر مؤمنانو له هغوی څخه د خپل ځان په پرتله د زیات اختیار او سرپرستۍ وړ څوک دی؟

د رسول الله (ص) ملګرو ځواب ورکړ: الله او د هغه رسول ښه پوهېږي.

رسول الله (ص) دوام ورکړ: «الله زما مولا دی، او زه د مؤمنانو مولا یم؛ او زه پر مؤمنانو د هغوی له خپل ځانونو څخه ډېر حق او واک لرم

اې خلکو! د هر چا چې زه مولا او مشر یم، علي هم د هغه مولا او مشر دی.

رسول اکرم (ص) دا وروستۍ جمله درې ځله تکرار کړه او بیا یې وفرمایل: پروردګاره! له هغه چا سره مینه وکړه چې له علي سره مینه کوي او له هغه چا سره دښمني وکړه چې له علي سره دښمني کوي.

خدایه! د علي ملګرو ته مرسته ورکړه او د هغه دښمنان خوار او ذلیل کړه.  پروردګاره! علي د حق محور وګرځوه.

بیا رسول الله (ص) د خلکو څخه د رسمي بیعت د اخیستلو لپاره وفرمایل:

اې خلکو! ستاسو شمېر دومره زیات دی چې تاسو نه شئ کولای یو په یو له ما سره بیعت وکړئ؛ په داسې حال کې چې د الله له لوري ماته امر شوی چې له هر یوه ستاسو څخه په ژبه اقرار واخلم چې هغه د مؤمنانو د مشرۍ او حکومت هغه مقام چې ما علي ته ورکړی، منلی دی.

همدارنګه ماته امر شوی چې د هغو امامانو د امامت او ولایت د منلو په اړه هم ستاسو اقرار او بیعت واخلم چې زما له نسل او د علي له صلب څخه دي.

اوس چې داسې ده، ټول په یوه غږ او په ژبه ووایاست:  هغه څه چې د علي د مطلق ولایت او رهبرۍ او له هغه وروسته د هغو امامانو د ولایت او رهبرۍ په اړه چې د هغه له صلب څخه دي، د حق تعالی له لوري موږ ته رسول کړي دي، موږ واورېدل، د هغه پر وړاندې مو اطاعت او تسلیمۍ ته غاړه کېښوده او پر دې امر راضي او خوښ یو!

نو خلکو ناڅاپه چیغې کړې: هو، موږ واورېدل او د الله او رسول د فرمان له مخې، په زړه، روح، ژبه او لاسونو اطاعت کوو.

بیا د رسول الله (ص) او امیرالمؤمنین پر لور ورمات شول او له دواړو سره یې بیعت وکړ.

د مسلمانانو د خوښۍ او خوشحالۍ په منځ کې، یو کس چې «نعمان بن حارث فهري» نومېده، د رسول الله (ص) حضور ته راغی او په غوسه یې وویل: تا موږ ته امر وکړ او موږ د الله پر یووالي او ستا پر رسالت شاهدي ورکړه. د جهاد، حج، روژې، لمانځه او زکات حکم دې وکړ او موږ ومانه؛ خو لا هم راضي نه شوې!  اوس دې علي، چې ستا له خپلوانو څخه دی، د خپل ځایناستي په توګه ټاکلی دی؟  اوس رښتیا ووایه! ایا دا کار د الله له لوري و، که ستا له خپله ځانه؟

رسول الله (ص) قسم یاد کړ چې دا د الله له لوري امر دی.

«نعمان» له دې خبرې سخت غوسه شو، مخ یې واړاوه او په لوړ غږ یې وویل:

خدایه! که دا خبره حق وي او ستا له لوري وي، نو پر موږ له اسمانه یوه ډبره راوغورځوه! ناڅاپه له اسمانه یوه ډبره راولوېده، په سختۍ سره یې د هغه پر سر ولګېده او هغه هلاک شو.

په همدې ډول د معارج سورت لومړني آیتونه نازل شول:

«سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ لِّلْکَافِرینَ لَیْسَ لَهُ دَافِعٌ مِّنَ اللَّهِ ذِی الْمَعَارِجِ»

ژباړه:

یو غوښتونکي د واقع کېدونکي عذاب غوښتنه وکړه!دا عذاب د کافرانو لپاره دی، او هېڅوک یې مخه نه شي نیولای، او د هغه الله له لوري دی چې د لوړو درجو څښتن دی، او هره پرښته د خپل مقام او قربت له اندازې سره سم د دغو درجو پر لور پورته کېږي.

د دې لړۍ تر بل مطلب ژوند مو له خوښیو ډک!