-
د طالبانو رئیس الوزراء د تېر حکومت له یو شمېر جنرالانو او د پوځ له قوماندانانو سره لیدنه کړې، نور جزئیات زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 03, 2023 11:08د طالبانو د ریاستالوزراء سرپرست مولوي عبدالکبیر د ارګ په سپیدار ماڼۍ کې د پخواني حکومت له یو شمېر جنرالانو او د قول اردو له قومندانانو سره په کتنه کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې په هېواد کې پخوانيو پوځيانو او سیاسي څېرو ته هېڅ ګواښ نهشته.
-
د افغانستان په وروستیو سېلابونو کې د یوه افغان د ژغورلو هڅه شوې
Jul 03, 2023 10:47په دې وروستیو کې سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. په دې فلم کې چې په ټولنیزو پاڼو کې خپور شوی، لیدل کېږي چې په پکتیا ولایت کې یو افغان چې په سېلاب کې له موټر سره بند پاتې دی، د سیمې د اوسېدونکو له لوري ژغورل کېږي.
-
له طالبانو څخه د ښځو د حقونو د مراعاتولو غوښتنه
Jul 03, 2023 10:13د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې له طالبانو څخه د ښځو د حقونو د مراعاتولو غوښتنې تر عنوان لاندې له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
ننګرهار کې د زړو افغاني بانکنوټونو شتون اوس هم د پلورونکو او پېرېدونکو تر منځ د شخړو او سرخوږي لامل دی، په دې اړه زموږ د همکار راپور ته غوږ شئ
Jul 03, 2023 07:45چارواکي وایي، ځينې بانکنوټونه چې تازه چاپ او بانګ ته رسېدلي، بازار ته د وړا ندې کولو پروسه یې پیل شوې، چې ورسره به داستونزه هواره شي.
-
ننګرهار کې زرګونو کسانو د اختر په ورځو کې د دې ولایت له لرې پرتو تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده، بشپړ راپور دلته واورئ
Jul 03, 2023 07:34چارواکي وايي چې په هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د دغو سیمو د لیدو زمینه برابره کړې ده.
-
د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د لوی اختر په ویاړ د والیبال سیالۍ پېل شوې، نور حال زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 03, 2023 07:28د دې سیالیو تنظیموونکي وایي چې د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د والیبال ګڼې لوبډلې په دې سیالیو کې برخه لري.
-
د افغانستان شمالي سیمو ته د سیلانيانو ورتګ ډېر شوی، نور حال زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ
Jul 02, 2023 13:16پنجشېر ولایت ته د لوی اختر په ورځو کې د سیلانیانو ګڼه ګوڼه تر پخوا ډیره شوې ځکه چې تفریحي سیمې یې شنې او زړه راښکونکي دي.
-
د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت غبرګون په اړه زموږ د همکار بشپړ راپور دلته واورئ
Jul 02, 2023 07:54د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د القاعدې ډلې د شتون په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن تازه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د هغه څرګندونې یې ددغه هېواد په باب د حقیقت درک بللی دی.
-
افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ
Jul 02, 2023 14:08د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې زه د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jul 01, 2023 11:58د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي وایي، چې د لوی اختر په درې ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله، په ننګرهار کې 170 تنه ټپیان، د دې ولایت بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې په موخه لیږدول شوي، چې له امله یې دوه تنو خپل ژوند بایللی دی.