پاکستان دې ژر تر ژره افغان بندیان خوشي کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136024-پاکستان_دې_ژر_تر_ژره_افغان_بندیان_خوشي_کړي
د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره په کتنه کې له نوموړي څخه غوښتي چې پاکستان کې دې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او هغه افغان کډوال چې دا مهال د پاکستان په زندانونو کې پراته دي، بايد ژر تر ژره خوشې شي.
(last modified 2023-07-21T20:49:07+00:00 )
Jul 22, 2023 01:16 Asia/Kabul
  • پاکستان دې ژر تر ژره افغان بندیان خوشي کړي

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره په کتنه کې له نوموړي څخه غوښتي چې پاکستان کې دې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او هغه افغان کډوال چې دا مهال د پاکستان په زندانونو کې پراته دي، بايد ژر تر ژره خوشې شي.

د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، د طالبانو د ریاست الوزراء سياسي مرستيال په دغه کتنه کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت له پاکستان سره د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو لا ډېرښت او قوت غواړي او باوري دی، چې پاکستان او افغانستان په خپلمنځي سوداګرۍ کې تر نورو ډېره ګټه کولای شي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني ژمنه کړې، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې هواروي او د دوی په زندانونو کې د افغان بندیانو خوشې کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو او نورو اسانتیاوو برابرولو، په تورخم او سپین بولدک کې د تګ راتګ پر مهال د خنډونو له منځه وړلو او نورو برخو کې به عاجل اقدامات وکړي.